The news is by your side.

د اوبو دښمن؛ طالبانو د پاشدان اوبو بند د جوړېدو مخه نیسي

خبریال وېبپانه/ وسله والو طالبانو د پردیو په لسمون د افغانستان د اوبو له مدیریت سره د خپلې دښمني په لړ کې دا ځل په هرات کې د پاشدان د اوبو بند پر ساتونکو برید کړی دی.

د اوبو د چارو تظیم ملي ادارې دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې پېښه نن سهار درې بجې رامنځته شوې ده.

 د یادې ادارې ویاند نظام خپلواک خبریال وېبپانې ته وویل چې په برید کې د پاشدان اوبو بند درې ساتونکي شهیدان شوي، یو تن ټپي دی او څلور تنه لا درکه دي.

د هرات امنیتي سرچینې وايي چې برید د وسله والو طالبانو لخوا شوی دی او غواړي د یاد بند د جوړېدو چارو مخه ونیسي.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې وايي، چې تر دې مخکې هم د پاشدان اوبو بند پر امنیتي ساتونکو بریدونه شوي و چې په وینا یې یو شمېر سرتیري پکې مړه او ټپیان شوي و.

د معلوماتو په اساس، وسله والو طالبانو د روان کال په دلو میاشت کې د پاشدان اوبو بند ۱۱ کار کوونکي برمته کړي و چې وروسته یې خوشې کړل.

پاشدان بند په هرات ولایت کې د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې له مهمو پروژو څخه ده چې د یادې ادارې په ینا د جوړېدو چارې ۶۰ سلنه مخته تللي دي.

ټاکل شوې تر درې میاشتو په دغه بند کې د چارواکو په وینا د اوبو ذخېره کول پيل شي، چې زرګونه جریبه ځمکه به پرې خړوبه او هم به په لوړ ظرفیت برېښنا تولید کړي.

د پاشدان اوبو بند جوړولو کار له نن څخه ۸ کاله مخکې په هرات ولایت کې پیل شوی دی.

 پر یاد بند باندې ۱۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د افغانستان حکومت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کیږي.

د اوبو دغه بند په هرات کې له سلما اوبو بند څخه دوهم لوی بند دی چې جوړیږي.

سره له دې چې افغانستان په جګړه ییز وضعیت کې دی او پرمختیايي چارې په سختۍ مخه ځي، خو بیا هم د اوبو د مدیریت په برخه کې له پخوا یو شمېر پیل شوې پروژې اوس هم روانې دي چې دا د هېواد د ابادي لپاره د خیر ګام دی، خو وسله وال طالبان د پردیو په اشاره نه غواړي چې اوبو مدیریت شي، ځکه افغان جګړه په اوبو او طبیعي منابعو ده او د سیمې هېوادونو د سیالۍ ډګر ترې جوړ شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.