The news is by your side.

ولې اوس امريکا او روسیه په یوه خوله شول؟

خبريال وېبپاڼه- تمه ده په نیږدې راتلونکي کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه نړیواله غونډه جوړه شي چې پکې به د افغان حکومت او طالبانو استازي د افغانستان د سياسي ګوندونو استازي هم شتون ولري.

ددې‌ غونډې ارزښت په دې کې هم دی چې د امريکا متحده ايالات هم پکې ګډون کوي، تر دې وړاندې په مسکو کې د افغانستان په تړاو په جوړېدونکو غونډو کې واشنګټن چندان علاقه نه درلوده خو اوس‌ داسې ښکاري چې امريکا هم به لاره نه ويني او د افغانستان د مسلې د حل کولو په تړاو د روسیې سره هم ګډ کار ته تياره ده.

په دې غونډه کې په يوه مهمه مسله باندې امريکا او روسيه دواړه توافق لري، د افغانستان د سولې اړوند ترټولو ګرمه او مهمه مسله د موقت حکومت مسله ده.

اوس د يوې خوا د امريکا متحده ايالات په دې مسله کې واضح دريځ لري او د بلې خوا مسکو په ډاګه وايی چې دوی په افغانستان کې د موقت حکومت پلوي دي، دا يوه ترټولو مهمه ماده ده او په اړوند يې دواړه هېوادونه موافق دي او د موقت حکومت ملاتړ کوي.

د افغان حکومت لپاره دا ډول يو اتفاق کار نور هم سختوي، افغان حکومت مخکې له وړاندې د هرې هغه ډول طرحې مخالفت کړی دی په کومه کې چې د واک د انتقال لار د ټاکنو پرته بله وي، افغان حکومت بيا په دې هکله دا وړانديز هم لري چې د وخت مخکې ټاکنې دې وشي او پکې طالبان هم ګډون وکړي.

خو سياسيون وايي چې د يوې خوا طالبانو تراوسه پورې د ټاکنو په سيستم باندې خپل دريځ نه دی بيان کړی او د بلې خوا بيا د اشرف غني تر مدیریت لاندې ټاکنې د فساد ريکارډ لري او هېڅوک به هم زړه ورته ښه نه کړي.

د امريکا او مسکو اتفاق که څه هم په ښکاره د افغانستان د مسلې د حل په پار دی خو ويل کېږي چې د امريکا متحده ايالات د يوې خوا له دې وېره لري چې هسې نه طالبان په کامل ډول د مسکو غېږې ته ولاړ شي او د بلې خوا بيا په کابل کې موجود حکومت او ددوی شل کلن ياران په خطر کې دي.

افغان حکومت اوس په دې هڅه کې دی چې په مکمل ډول دا طرحه نه رد کړي او نه يې هم ومني، بلکې دا هڅه کوي چې په دې طرحه کې بدلون راشي او په دې بدلون کې د موقت حکومت ماده شامله وي، خو دا ترټولو مهمه ماده ده او کېدی شي ټوله طرحه له خطر سره مخ کړي، ويل کېږي چې وروسته د مسکو د غونډې په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په مهال به افغان حکومت ددې طرحې د تعديل غوښتنه وکړي، خو دا تراوسه معلومه نده چې افغان حکومت به په دقیقه توګه څه ډول یو تعديل په کومو شرايطو وغوړاي او په وړاندې به يې د امريکا او طالبانو دريځ څه وي.

په مسکو کې په جوړېدونکې غونډه کې به د حکومت ترمنځ سياسيون هم شتون ولري، په دې سياسیونو کې ځینې داسې دي چې د اشرف غني سره يې علاقه کمه ده او دده له دریځ څخه به ملاتړ ورته ګران کار وي، خو ددې هرڅه سره سره افغان حکومت اوس هم د ملي پخلاينې په عالي شورا خپل اغېز لري او د پام وړ برخه سياسيون به د هغه چتر لاندې د اشرف غني په وړاندې نرم دريځ ونيسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.