The news is by your side.

بلوڅ‌ملتپالو بیا پر پاکستاني عسکرو زړه یخ کړی

خبریال وېبپاڼه/ بلوڅ‌ملتپالو بیا پر پاکستاني عسکرو برید کړی او یوولس تنو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو وسله‌واله ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسله والو یې د پاکستان د رنجرز عسکرو پر موټر چاودنه کړې چې یو تن پکې وژل شوی او لس نور مرګوني ټپیان دي.

د دغې ډلې ویاند جییند بلوڅ وايي، چې پېښه د پاکستان د کراچۍ ښار په اورنګي ټاون سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې په ځای کې د کراچۍ د پوليسو يو افسر سهايي ابړو رسنيو ته ويلي چې چاودنه په يوه موټر سايکل کې د اېښوول شوي ماين د چاودېدو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی هم وايي چې په پېښه کې یو عسکر وژل شوی او لس نور مرګوني ټپیان دي.

د پېښې عاملین تر اوسه پورې د پولیسو لاس ته نه دي ورغلي.

بلوڅان څه غواړي؟

 بلوڅ ملتپال د پاکستاني حکومت لخوا له دوی سره د روانو ظلمونو او توپیري چلند له کبله تر پوزې راغلي دي او وايي چې په تېرو لسو کلون کې پاکستاني حکومت د دوی شاوخوا پنځه زره کسان وژلي او یا تري تم کړي دي.

همدا لامل دی چې بلوڅ ملتپالو د پاکستاني حکومت پر ضد وسله والې مبارزې ته مخه کړې او د خپلواک بلوچستان غوښتنونکي دي.

دوی وايي، چې بلوچستان د تورې په زور له پاکستان سره یو ځای شوی او د تورې په زور به بېرته د خپلواک هېواد په توګه ترې جلا کېږي، ځکه خو یې د پاکستاني پوځ پر ضد مبارزې ته په شدت دوام ورکړی دی.

پر بلوڅانو د پاکستاني حکومت ظلم

هلته بیا په لوچستان ایالت سره د پاکستاني حکومت لخوا د مور او میرې چلند کېږي، که څه هم بلوچستان د طبیعي منابعو له اړه پر ځان بسیا ایالت دی، مګر پاکستانی حکومت د دغه ایالت منابع نورو سیمو ته وړي او بلوڅان سخت محرومیت کې ژوند کوي.

تعلیم ته نه لاسرسی، د روغتیايي خدماتو کمښت، ناامني، د بشري حقونو نه خوندیتوب، د برېښنا او انټرنېټ کمزوري خدمات هغه ستونزي دي چې بلوچستان کې مېشت بلوڅ ملتپال او پښتانه ترې کړېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.