The news is by your side.

موقت حکومت او اوربند؛ طالبان او حکومت د پاڼ او پړانګ ترمنځ

خبریال وېبپاڼه/ ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ غونډه جوړه شي، چې د قطر په شمول به د سیمې هېوادونو استازي او افغان سیاسیون هم پکې ګډون وکړي.

د دې غونډې په تعقیب د نوې میاشتې په سر کې بیا د ترکیې په استانبول کې د سولې اړوند غونډه جوړه شي، د ترکیې غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې په چوکاټ کې جوړېږي.

د ترکیې او مسکو دواړه غونډې د سولې لپاره نهایت مهمې دي او په دې کې په د افغان سولې او جګړې په تړاو برخلیک ټاکونکې پرېکړې کېږي، دا چې دغه پرېکړې به تر کومه حده د افغانانو په خیر تمامې شي، وخت به ځواب ووايي، خو د بحث وړ موضوع د سولې لپاره د امریکا طرحه ده.

 که څه هم د امریکا د نوې طرحې ځینې برخې د طالبانو او حکومت په ګته دي، خو بیا یې هم طالبانو او حکومت دواړه د پاڼ او پړانګ ترمنځ واقع کړي دي، چې یوې خوا ته هم نه شي تللی.

حکومت که دغه طرحه مني، نو موقته اداره به رامنځته کېږي او که یې نه مني، د جګړې د دوام او د دوحې د توافق د ماتېدو مسوولیت ور په غاړه کېږي، نړۍالو او افغانانو ته مسوول پاتې کېږي.

همدارنګه طالبان که طرحه مني، نو اوربند به هم کوي او که یې نه مني، واک ته نه شي رسېدای، حکومي جوړښت کې نه داخلېږي او د یوې جنګي ډلې په توګه به پاتې وي، چې د وخت په تېرېدو سره به یې مات او ګوډ نظامي قوت هم له منځه ولاړ شي.

جالبه دا ده چې نه حکومت او نه هم طالبان د دغې طرحې له تطبیق انکار کولای شي، ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن طالبانو او حکومت ته ښکاره وویل چې د افغان سولې او جګړې د برخلیک د ټاکلو یوازېنۍ نسخه همدا طرحه ده او باید د تطبیق پر وړاندې یې خنډونه جوړ نه شي او افغانستان باید ۹۰مې لسیزې ته ونه ګرځي.

په دې کې شک نشته چې د امریکا په دې طرحه کې هم د افغان حکومت او هم د طالبانو په ګټه ځینې مسایل شته، د حکومت ګټه دا ده چې اوربند به وشي او د موقتې ادارې په بدل کې به دوی د افغانانو د کلونو ستره هیله ور پوره کړي او د طالبانو ګټه بیا دا ده چې په نوي حکومت کې به ګډ شي، ځکه امریکا ویلي چې له دغې طرحې یې موخه د یوه مشترک او ګډ حکومت جوړول دي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم دا ویلي دي چې د امریکا په طرحه کې اساسي ټکي د افغانستان له ملي ګتو سره سمون خوري او افغانان باید په دې تړاو اندېښنه ونه لري.

اوس نو د افغانستان دې پېچلي وضعیت ته په کتو طالبانو او افغان حکومت ته پکار ده چې د امریکا د سولې طرحه په هر اړخیزه توګه و ارزوي او بیا داسې پرېکړه وکړي چې پایله یې سولې ته رسېدل او د جګړې ختمول وي، نه دا چې ځان د پاڼ او پړانګ ترمنځ وبولي او د افغانانو په وینو سیاست ته دوام ورکړي.

لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.