د فرهنګ دښمن؛ طالبانو تخار کې سندرغاړي په مرګ ګواښلي
خبریال وېبپاڼه/ د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې سندرغاړي په مرګ ګواښلي او له امله یې سندریز پروګرامونه په ټپه ولاړ دي.
یاد ریاست زیاتوي، چې طالبانو له مدني فعالانو، خبریالانو او فرهنګیانو وروسته اوس سندرغاړو ته خوله وراچولې او په مرګ یې ګواښلي دي.
د دوی په خبره، اوس مهال سندرغاړي یوازې د تخار په ښار تالقان کې فعالیت لري او د امنیتي ګواښونو له امله یې سندیز پروګرامونه او بنډارونه محدود کړي دي.
په ورته وخت کې د تخار سیمه ییز سندرغاړي هم د طالبانو لخوا ورته شویو ګواښونو اندېښمن کړي دي او شکایت کوي چې د فعالیت ساحه ورځ تر بلې پرې راتنګېږي.
هغوی ادعا کوي، چې دوی د موسیقۍ په وسیله د ورځني ژوند لګښت پوره کوي، خو وایي، چې اوس اوس د خوښۍ په مراسمو کې په ډاډه زړه ګډون نه شي کولای او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د سندرغاړو په خبره، د طالبانو ګواښونو او د فعالیت زیاتوالي نه یوازې د دوی کاروبار پیکه کړی دی، بلکې د دې ګواښونو له امله د موسیقي مینه وال هم کم شوي دي.
د دوی په وینا، هره ورځ د طالبانو په ګډون د بېلابېلو وسلهوالو ډلو له ګواښونو سره مخ دي، ځکه یې نو سندریز بنډارونه او مېلې یوازې تر تالقان ښار پورې محدودې شوې دي او له ښاره دباندې نه شي وتلی.
د تخار ځینې اوسېدونکي هم د سندرغاړو دا خبرې مني او زیاتوي، چې په دې ولایت کې پر محلي سندرغاړو کاري ساحه تنګه شوې، سندرې نه شي ویلی او ان ځینو سندرغاړو خپلې سیمې پرېښي دي.
یوازې تخار نه دی چې وسله وال طالبان پکې سندرغاړي په مرګ ګواښي، تر دې وړاندې په بغلان، لوګر، جوزجان او د سمنګان ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې هم سندرغاړي په مرګ ګواښلي او د موسیقي سامان الات یې ورته مات کړي وو.
د ټولنیزو چارو کارپوهان په دې برخه کې پر حکومت تونده نیوکه کوي چې نه یوازې د سندرغاړو هنر او موسیقي ته یې په درنه سترګه نه دي کتلي، بلکې د دوی د امنیت د خوندیتوب هڅه یې هم نه ده کړې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.