The news is by your side.

منظور پښتون؛ د پښتنو عدالت لګوو او فيصله کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ګيله من وزير د جنازې په مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د جنازې ګډونوالو ته په خپله وينا کې د نورو مهمو مسايلو تر څنګ د پښتنو د راټولولو او د حالاتو په اړه د وروستۍ پرېکړې کولو خبره وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې لومړی د ګيله من وزير پر مبارزه، فکر او شعور خبرې وکړې، هغه يې يو وفادار، ژمن او د لر او بر افغان ولس د يو ځای کېدو ارمانجن ياد کړ. د دې تر څنګ يې پر ګيله من د پاکستان حکومت له لوري د شويو تشددونو په اړه هم ولس ته خبرې وکړې. نوموړي وويل چې د ګيله من وژنه د پاکستان کار دی، مخامخ يې په نمايشي ډول بل څوک راوستلی، خو دا کار له حکومت پرته د بل چا کار نه دی، ځکه دا کومه نوې خبره نه ده چې پاکستان حکومت د پښتنو د سر سړي وژني.
منظور پښتون وويل: نور له حالاتو تنګ راغلي يو، دا وار د پښتنو پر ټولو قبيلو خپله ګرځم، هرې ضلعې ته ځم، هر مشر ته ورځم او يو لوی ميدان ته به راټولېږو، داسې ميدان چې شاوخوا څلوېښت زره پښتانه په کې راټول شي، دا وار به د ټولو پښتنو په شتون کې جرګه کوو، دا جرګه به اعلاميه نه خپروي، دا به عدالت وي او فيصله به کوي، د پښتنو په رواياتو کې جرګه اعلاميې نه خپروي، بلکې قطعي فيصلې کوي، نو موږ به هم دا وار د راروان اکتوبر پر يوولسمه نېټه د پښتنو يو تاريخي عدالت جوړوو او پرېکړه به کوو.
منظور پښتون د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې موږ يو ډېر مهم پړاو ته داخل شوي يو، دلته بايد حوصلې ونه بايلو، يو لوی جنګ مو تر مخ دی، بايد تاريخ جوړ کړو او د احمد شاه بابا تاريخ راژوندی کړو.
نوموړي له پښتنو وغوښتل چې يو موټی او اتفاق شي او د هېچا په پروپاګند باور ونه کړي، پښتون د خپلې وينا په پای کې د لر او بر يو افغان شعارونه ورکوي او د جنازې ګډونوال چې شمېر يې لسګونه زره ته رسېږي، د هغه شعارونه بدرګه کوي.
د يادونې وړ ده چې ګيله من وزير څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د څو کسانو له لوري په يوه مرګوني حمله کې ټپي شو، چې د ژورو ټپونو له امله يې درې ورځې بعد په روغتون کې ساه ورکړه او بيا د جولای پر يوولسمه نېټه په خپله پلرنۍ هديره کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو، چې جنازه يې له اسلام اباده تر وزيرستانه بدرګه او لسګونه زره کسانو په کې ګډون وکړ.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance