The news is by your side.

فضلي ولسمشر سره د ملاقات برابرولو پر سر له چارواکو زرګونه ډالر اخلي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې ارګ مېشتو چارواکو او پخپله ولسمشر محمداشرف غني بیا بیا ویلي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازه د ټولو افغانانو پرمخ خلاصه ده، خو رښتیا دا دي چې دغه دروازه د عامو افغانانو پرمخ څه چې خپله د دولتي چارواکو پرمخ هم له پیسو پرته نه شي خلاصېدای.

خبریال وېبپانې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئيس فضل محمود فضلي له ولسمشر سره د ملاقات برابرولو پر سر له لوړ رتبه دولتي چارواکو زرګونه ډالر اخلي او بیا دا زمینه ورته برابروي چې ولسمشر سره وګوري.

فضلي ته نږدې سرچینې، چې دلته یې له نوم اخیستو ډډه کوو، خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې که کوم چارواکۍ د چارو ادارې رئیس ته له لس زره تر پنځوس زره ډالره پورې پیسې ورنه کړي، په میاشتو میاشتو هم له ولسمشر سره نه شي کتلای

د سرچینې په خبره، فضل محمود فضلي تر ډېره دغه پیسې له وزیرانو، معینانو، خپلواکو رئيسانو، امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت رئيسانو، د ولایتونو له مرستیالانو او نورو لوړ رتبه چارواکو اخلي او په وینا یې، په دې تېره جمعه کې یې له یوه والي چې څه موده وړاندې د فضلي او حمدالله محب تر منځ د اختلاف له امله له دندې ګوښه شوی، ولسمشر سره د کتنې پر سر شل زره ډالر واخیستل.

فضلي ته نږدې یوې بلې سرچینې بیا دا هم وویل، چې د فضلي لخوا د ارګ له دروازې بیا د ولسمشر تر دفتر پورې د لوړ رتبه چارواکو د لېږد لپاره وي ای پي موټر ځانګړي شوي، چې له هغه درکه هم موټرچلوونکی له هر چارواکي تر دوه زره ډالرو پورې اخلي او فضلي ته یې سپاري.

دا خبره د یوه والي لخوا هم خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې تایید شوې ده او پخپله یې وویل چې له ده په یاد موټر کې زر ډالره واخیستل شول او بیا د ولسمشر تر دفتر پورې پکې ولېږدول شو.

خو د چارو ادارې رئیس له ملي تلویزیون سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، چې وزیران په میاشت کې درې ځلې له ولسمشر سره ګوري او د خپلو کړنو او د کابینې د پرېکړو د تطبیق راپور ورکوي او د ده لخوا هیڅ چارواکی له ولسمشر سره له لیدنې نه منع کېږي.

 که رښتیا داسې وي، بیا د مالیې وزارت شړل شوی وزیر عبدالهادي ارغندایوال ولې وویل چې په اوونیو اوونیو به له ولسمشر غني سره د کتنې وخت نه ورکول کېده او وزارت یې د چارو د ادارې لخوا انحصار و.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو پخپله فضل محمود فضلي هم وغږوو خو د دې موضوع له اورېدو سره سم یې اړیکه پرې کړه او بیا یې زنګ اوچت نه کړ، ځکه د ویلو لپاره یې داسې څه نه درلودل چې زموږ او ولس د قناعت وړ وګرځي.

د جمهوري ریاست د چارو اداره د کابینې او ولسمشر ترمنځ د اړیکو پُل ګڼل کېږي او باید وخت پر وخت د والیانو، وزیرانو او نورو لوړ رتبه چارواکو ترمنځ د منظمو لیدنو کتنو زمینه برابره کړي، تر څو د هېواد د روان وضعیت واقعي انځور تر ولسمشره ورسوي؛ خو دا چې فضلي د پیسو په بدل کې د چارواکو او ولسمشر ترمنځ کتنې برابروي، دا د وطن لپاره د خطر زنګ دی او ستونزې لا زیاتوي؛ ځکه ډېری وخت عاجل مسایل پېښېږي، چې باید اړوند چارواکی یې عاجل تر ولسمشره ورسوي، تر څو د حل په تړاو یې ولسمشر پخپله تصمیم ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.