The news is by your side.

جنګي چرګ خپل خاوند وژلی

خبریال ویبپاڼه/ تاسو به د جرګانو د جنګولو اوریدلي وي او ډیری داسې چرګان به مو لیدلي وي چې په خپلو منځونو کې یو له بل سره سخته جګړه کوي خو په دې  مطلب کې د یوه داسې چرګ کیسه درته کوو، چې هم يې له نورو چرګانوسره سخته جګړه کوله او وروسته یې خپل خاوند وژلی دی.

مالومات ښيې چې د هند هېواد په سهیل کې  وخت ناوخته د چرګانو سیالۍ ترسره کیږي اوس هم د چرګانو جنګولو ناقانونه سیالۍ ترسره کیدلې چې یوه چرګ خپل خاوند وواژه.

کیسه داسې ده، چې د چرګ خاوند غوښتل خپل چرګ ونیسي او چرګ له خپل خاوند څخه د تېښتي لاره خپله کړه او هڅه یې کوله ترڅو خپل خاوند يې ونه نیسي په دې مهال دچرګ خاوند پر پښه د چړې سخت زخمن خوري چرګ پآتیږي او دی روغتون ته لیږدول کیږي، خو د چرګ دې خاوند چې پر پښه سخت زخمي سوی وو، د زیاتي وینې بهیدو له امله تر روغتونه ساه ورکوي او لامل يې د مرګ خپل چرګ کیږي.

پولیس اصلي مجریم پریښی او په د هغه ۱۶ کسانو په لټه کې دي چې د دې سیالۍ ګډونوال ول خو هغوی به څه ووایي دا قتل د چرګ او خاوند ترمنځ داخ ډب په پایله کې رامنځ ته سوی.

دا پیښه د سهیلي هند د تیلاګانا ایالت په لوتور نو کلي رامنځ ته سوې مالومات ښيي چې پولیس د هغه ناقانونه لوبې چې چرګان يې جنګول او د ناقصدي  قتل په تور د پولیسو په تور لیست کې دي او پسې ګرځې ترڅو ونیول سي او وروستۍ پوښتنې ګروېږنې ترینه وسي.

له چرګ سره به څه کیږي؟

کله چې  دغه یاد شپاړس کسان ونیول سول نو د پولیسو د مالوماتو له مخې قاتل چرګ به یوازي د ثبوت په توګه محکمې ته وړاندې کیږي او وروسته به قضیه پر مخ وړل کیږي.

د چرګانو جنګول په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې په هند کې منعه اعلان سول خو اوس هم یو شمېر کلیوالي سیمو کې دغه غیري قانوني لوبه ترسره کیږي چې پایلې يې داسې وي.

چرګ یو کورنی حیوان دی چې په نړۍ کې د ده په هکله نور عاجایب هم رامنځ ته سوي تر دې وړاندې هم د پولیسو یو افسر په ورته پیښه کې وژل سوی وو، یو کس د چرګ پر بانګ، اذان کولو محکمې ته عریضه کړې وه، کلونو کې یو کال د چرګ کال هم وي او داسې نوري پیښي….

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.