د بد هضمي ناروغۍ لاملونه څه دي؟

بد هضمي د ګیډې یا بطن په پورتنۍ برخه کې یو شدید او متکرر درد رامنځته کېدل دي، چې پړسوب، سوزش هم ورسره مل وي..د نړۍ د محققانونړیوالې کمټې یا(Rome III) له نظره بدهضمي د ګیدې په پورتنۍ برخه کې د درد یا سوزش احساس، ژر مړیدلو او دغذا څخه وروسته د ګیډې پړسوب ته په ټوله کې بدهضمي ویل کیږي.د دې ناروغۍ لاملونه په لاندې ډول دي:

۱ـ ژر ژر خوراک کول

۲ـ  د ډوډۍ خوړولو په وخت کې د ډوډۍ په سمه توګه نه میده کېدل

۳ـ  غوړې غذاګانې

۴ـ په زیاته اندازه د چای او یا هم د کافي څښل

۵ـ  او ځینې درمل هم دي چې د بد هضمي ناروغۍ لامل ګرځي.

وظیفوي بدهضمي څه ده؟ په ¾ برخه ناروغانوکې دبدهضمۍ علت معلوم نه وي اوبدهضمي پکې د هضمي حسي عصبي سیستم د زیات تحریکیدو، دغذا سره دهضمي سیستم د نه تطابق، دمعدې ناوخته تخلیې او نورو رواني اوټولنیز ستونزو له امله منځته راځي چې درملنه یې هم ستونزمنه ده.

دهضمي سیستم د لومن ستونزې: په دې حالت کې بدهضمي په 5-15% واقعاتو کې دمعدې اوکلمو دجدارد زخمونو، 20% پیښو کې دمعدې دمحتویاتوله بیا راتګ څخه مرۍ ته او له یو فیصد څخه کم حالاتوکې دمعدې سرطان له امله رامنځته کیږي. نور عوامل یې دمعدې دحرکاتو ضعف، دلکتوز نه هضم، دغذا دجذب ستونزې او ځینې میکروبونه بلل شوي.

.ـ د H.pylori انتان: دا میکروب د بدهضمی یو مهم لامل ده.

ـ د  دپانقراس ناروغي: مزمن پانقراټایـټـس او دپانقراس کارسینوما دبدهضمۍ له مهم عوامل دي اما په دې حالت کې ناروغ ډېر شدید اعراض او علایم  لري لکه دوزن بایلل، یې اشتهايي، شدید دردونه، ژیړی او نور.

ـد صفراوي لارو ستونزې: د صفراء او طفراوي لارو تیږې او التهاب هم د ګیډې د دردونو او بدهضمۍ لامل کیږي او باید ډېر پام ورته وشي.

. دبدهضمۍ نور لاملونه دشکر، تایراید، پښتورګو، زړه، دهضمي سرطانونو، دمعدې مزمن التهاب او دکلمو دوینې دکمښت ناروغیو له کبله اوهمدارنګه دحمل په دوره کې بدهضمي په ناروغانو کې رامنځته کیږي.

نو د دې ناروغۍ ژر درملنې لپاره باید هر څومره ژر چې ممکن وي ډاکټر ته خلک لاړ شي.

دبدهضمۍ اعراض اوعلایم په لاندې ډول سره دي:

د معدې اوګیډې دردونه او یا سوزش، ژر مړیدل اوډوډۍ ته زړه نه کیدل، دمعدې اوګیډې کیس نیول او پړسوب، دلبدي او استفراق دبدهضمۍ یا dyspepsia د پام وړ اعراض او علایم دي. دیادولو وړ ده چې که چیرې دپام وړ وزن بایلل، دوامداره استفراقات، دمعدې اوګیډې دردونه، دغذا دتیرولو ستونزې، د استفراق سره دوینې موجودیت او یا په غایطه موادو کې وینه شتون ولري سمدستي باید له ډاکترانو سره مشوره ترسره اوناروغ ته اندوسکوپي اجرا شي دغه او د معدې نور ټول ناروغان باید له کومو خوراکونو خوړولو څخه ډډه  وکړي؟

۱ـ  ـ زیاته وازدې لرونکي غوښه

۲ـ  زیات غوړ خوراکونه

۳ـ مرچ لرونکي خوراکونه

۴ ـ کاربن لرونکي ګازي مشروبات لکه پیپسي، او په بازارونو کې  موجوده ګاز داره نوشابې د دې سره زمونږ د وزن په ډېر والي کې هم رول لري.

۵ـ ـ کافي او چای

۶  ـ لیمو، مالټه او نارنجـ بانجان

۷ـ چاکلیت

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More