د طالبانو خلاف د پاکستان نوې پرېکړه!

خبریال وېبپاڼه – د طالبانو خلاف پاکستان نوې پرېکړه کړې چې له مخي به یې یو تعداد طالب مشران زندانونو ته اچول کېږي‌ او یو تعداد نور به وژل کیږي.

دا پرېکړه د هغه استخباراتي‌ تړون برخه ده چې محمد اشرف غني‌او عمران خان سره کړی وو، او دواړه لوریو د یوه او بل دښمنان په نښه کولو او د هغوی د استخباراتي ‌معلوماتو د شریکولو ژمنه کړې وه.‌

تېرکال په نومبر میاشت کې چې کله پاکستاني‌استخباراتو له اشرف غني‌سره امنیتي‌تړون لاس لیک کړ؛ د هغه تړون په پایله کې به پاکستاني استخباراتو په خپله خاوره کې د طالبانو پټ معلومات افغان حکومت ته سپارل او په بدل کې به یې افغان حکومت په افغانستان کې دننه د پاکستان مخالف جنګیالي‌ (مجاهدین) پاکستاني چارواکو ته یا ورسپارل او یا به یې هم د هغوی په تړاو معلومات ورکول.‌

د استخباراتي ‌تړون وروسته د افغانستان په ځینو برخو کې پر بلوڅ کډوالو ځیني بریدونه وشول چې داسي‌انګېرنه وه چې ګواکې دا بریدونه د پاکستان په غوښتنه وسله والو طالبانو پر بلوڅو کړي‌ دي.

په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای د ګډو همکاريو تړون لاسليک شو، دا هغه تړون و چې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای ترمنځ یې ګډې همکاري، د اطلاعاتو د شريکېدو، د تربيوي زده کړو او نورې ګڼې چارې ممکنه کولې.

هغه وخت ددې تړون په وړاندې د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل سخت مخالفت وښود او په پای کې همدا مخالفت د هغه د دندې څخه په لرې کېدو تمام شو، نبیل په ښکاره ددې تړون مخالف او په هېڅ وجه یې نه غوښتل په داسې يو تړون لاسليک وکړي چې بيا یې ټول افغان ملت ته مخ تور وي، دا تړون وروسته د امنیت د شورا په استازيتوب د حنيف اتمر له لوري لاسليک شو.

اوس د وروستي‌تړون نه را هیسته دافغانستان د حکومت له پرله پسې غوښتنو سره سره پاکستان د طالبانو په تړاو استخباراتي‌معلوما افغان حکومت ته ونه سپارل او نه هم په پاکستان کې د طالبانو خلاف د پام وړ کومه کاروايي‌وشوه؛ البته دوه لوړپوړي‌طالب قوماندانان په کوټه کې ونیول شول چې وروسته بېرته خوشي شول.‌

پاکستاني استخباراتو هڅه وکړه چې د پاکستاني فکر ضد افغان طالبان چې لویه برخه یې د ایران تر سیوري لاندي په افغانستان کې جګړه کوي ‌پاکستان ته وروغواړي او هلته یې د افغان حکومت د خوشحاله ولو لپاره ونیسي یا یې ترور کړي؛ خو د ملا ګل اغا او صدر ابراهیم په مشري‌ د ایران پلوه طالب ډلې غړو تر پایه پاکستان ته د تګ خبره ونه منله او د پاکستان طالب ضد پلان کې ستونزې پیښي شوې.

اوس چې په پرله پسې ډول افغان سیاسیونو د پاکستان سفرونه وکړل او وروستی سفر یې د پاکستان لپاره د اشرف غني ‌د ځانګړي ‌استازي ‌عمرداودزي وو یو ځل بیا د دواړو هیوادونو د استخباراتو د تړون د تازه کولو ژمنه شوې ده.

د ارګ سرچینې وايي‌ چې عمر داودزي له پاکستاني‌ سفره ډاډه دی؛ د دواړو هیوادونو د استخباراتي‌تړون د باوري‌کولو په موخه به په پاکستان کې ځیني‌طالب مشران په نښه کېږي؛ خو دا به هغه طالب مشران وي‌ چې تر ډېره د حقاني شبکې یا کوټې شورا سره مخالفت لري.‌

په دې وروستیو کې د طالبانو له منځه د ژورو مخالفتونو غږونه اوچت شوي‌دي؛ خو تازه په پاکستان کې طالبانو د دیني علماوو په نوم یوه غونډه را بللې وه چې ظاهرآ یې موخه په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلي‌د راټیټولو وه خو په اصل کې د پاکستان ضد طالبانو راڅرګندول هدف بلل شوی دی.

د امریکا سره تر تړون وروسته که څه هم اوس طالب مشران نسبتآ افغانستان ته په آزاده پښه تګ راتګ کوي‌او د رواني فروري میاشتې په پیل کې په هلمند کې هم سره جرګه شوي وو؛ خو اوس ښايي پاکستاني‌استخبارات په افغانستان کې دننه افغان حکومت ته طالب مشران وروښيي او د هغوی د ځای ځایګي پتې ورکړي.‌

بل لورته پاکستان له افغانستان نه د خپلې ژمنې د عملي‌کولو غوښتنه کړې ده او هڅه یې داده چې په افغانستان کې د پاکستان په وینا پټ شوي‌(۶۰۰۰) د پاکستان مخالف بلوڅان او طالب مجاهدین یا افغان حکومت ونیسي‌او یا یې د ځای ځایګي په تړاو پاکستاني استخباراتو ته معلومات ورکړي.

پاکستان د خپل باور د ثابتولو په موخه د داعش شبکې تر ټولو مخالف طالب قوماندان عبدالهادي پشه يي تېره ورځ په پېښور کې ترور او وواژه.‌
ښاغلی پښه يي د داعش شبکې سخت مخالف او په جګړه کې برلاسی قوماندان بلل کېده چې اوسنۍ دنده یې د لغمان ولایت وو.‌ نوموړي د نورو طالب والیانو په څېر له پاکستان نه په افغانستان کې دننه ولایت کاوه؛ خو دده مرګ د نورو طالبانو لپاره د سخت خبرداري‌په معنا دی.‌

څېړونکي وايي چې اوس که پاکستان ضد فکر لرونکي طالبان یا په بله معنا د ملا محمد عمر مجاهد د سوله غوښتونکي‌ف کر طالب مشران په پاکستان کې ځانونه څرګند کړي ښايي پاکستاني‌استخبارات یې ونیسي او که افغانستان ته د را اوښتلو هڅه وکړي‌ ښايي د ځای ځایګي معلومات یې افغان امنیتي ‌ځواک ته د پاکستان استخبارات وسپاري‌ چې یا به وژل کېږي‌ او یا به نیول کېږي.‌

لیکوال: سید نصیب الله

پېښور کې د يوه لوړ رتبه طالب چارواکي ترور
د طالبانو په دفاع کې د‌ ملا عبدالسلام ضعیف بې وسي
ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More