The news is by your side.

د طالبانو په دفاع کې د‌ ملا عبدالسلام ضعیف بې وسي

خبريال وېبپاڼه- تېره ورځ په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفير مولوي عبدالسلام ضعیف د افغانستان د یوه خصوصي تلويزيون سره مرکه درلوده چې د سولې په باب يې د وروستي حالت اړوند پوښتنې ځوابولې.

ضعيف چې پخوا د طالبانو سفير و اوس په دوحه کې مېشت دی او د طالبانو سره نېږدې اړيکې ساتي.

په دې مرکه کې ضعيف د خبريال دداسې يوې پوښتنې په ځواب کې بې دليله شو چې کېدی شي ټول طالبان یې په وړاندې بې ځوابه وي.

د ضعيف څخه د خبریال پوښتنه دا وه چې طالبان هسې هم افغان ځواکونو ته د امریکا د قوماندې لاندې د هغوی غلامان وايی نو که طالبان په خپله دې ادعا او خبره کې صادق وي نو ولې یې بیا ددې ځواکونو په بادار او قومندان باندې حملې بندې کړې او په دوی حملې کوي.

خبريال د طالبانو خپل منطق او خپله دعوه وننګوله چې که بېخي د طالبانو خبره ومنل شي، دوی سم وګڼل شي چې افغان ځواکونه بدون د امريکا د قوماندې هېڅ نشي کولای بدون له قيد او شرطه د امريکا غلامان دي نو بيا ولې دوی د قومندان امريکا د بادارې امريکا سره اوربند وکړ او د هغوی په اصطلاح د غلامانو سره اوس هم جګړه کوي.

ضعيف ددې پوښتنې په ځواب کې وويل چې بايد د جنګ عوامل لری شي، ده د جنګ په عواملو واضح خبرې ونکړې خو ويې ویل چې ترڅو د جنګ ټول عوامل او سببونه له منځه ولاړ نشي ګرانه به وي چې د افغانستان ستونزه حل شي.

شننونکي وايي چې طالبانو ته د‌ جګړې هیڅ ډول منطق ورپاتې نه دی، هېڅ ډول مشروعیت نور جګړه نلري، اوس يې د اسلامي حکومت تر نوم لاندې د چوکۍ او قدرت خبره پيل کړې ده.

د شنونکو په خبره طالبان صرف د مقام او چوکۍ لپاره جګړه کوي که دا چا ورکړل بيا ټول مسلمانان دي او که دا چا ورنکړل بيا ټول هغه خلک چې نه غواړي دوی ورباندې واکمن شي ګمراه ده کافران دي او‌ مرګ يې روا دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance