The news is by your side.

ذهني سکون څه دی؟

خبریال ویبپاڼه: هېڅ يو شخص هېڅ يوه پېښه او هېڅ يوه تجربه دا حق نه لري چې ستا مغزو کې کينې او ستا د ذهني سکون مزاحم شي. هېڅ شى او هيچاته بايد دا اجازه ورنه کړو چې زمونږ ذهني ارامتيا ګډه وډه کړي. نو د خپل ذهني سکون لپاره د هېڅ شي او هيچا پروا مه لره تر څو له دننه څخه دې وځوري. هېڅ شى ستاسو د سکون بيه نه لري. هر شى د خپل سکون لپاره قربان کړه.

په فزيکي بڼه نه بلکې په احساساتي ډول همدا زده کړه چې تېر شي.خپل ځان د مزاحم کونکو توکو څخه وژغورئ.له هر څه تېر شئ. او خپل سکون په هېڅ بدل مه ورکوئ. زونږ دننه د ګلانو ګلدانۍ کېداى شي او هم د تيزابو بوتل کيداى شي واوسي. کله چې د خپل زخم سرچينې ته پام ونه کړو نو دننه به ګلدانيو کې ګلونه کرې او که نه مونږ به هم لکه د تيزاب چې بوتل ورو ورو له منځه وړي خپل وړې خپل ځانونه به دننه څخه ويجاروو. خلک د خپلې ناپوهۍ او کم عقلۍ له کبله تاسې ټپي کوي.او تاسې هم د خپل ځانونو ناپوهۍ او کم عقلۍ زخمي کوي.څوک چې کرکه کوي او له چا څخه چې کرکه کېږي.

له دې جملې څخه کرکه کوونکى ډېر زيان ګوري. نو ستا کرکه هم نورو ته هېڅ زيان نه شي اړولى بلکې تاته بې خو به شپې چې تا کې تيزاب خپرول.له دې پورته تاسې به نه پرېږدئ چې سکون کې ژوند وکړئ. نو زخم څخه تاسې څه ګټه پورته کړه؟هيڅ څوک به ګټه ونه کړي.او په ځانګړي توګه ته پخپله به هېڅ ترلاسه نه کړئ نو بايد ولې د زخم په څېز بې ارزښته شى سره ژوند وکړو؟

په فزيکي ډول هغه څوک يا شيان چې تاسې ټپي کوي يو ځل واقع کېږي خو تاسې به يې مغز په زرګونو ځلي تکراروئ هر څومره يې چې څېړئ هغومره به مو ټپي کوي: که هر څوک غلط وي نو بيا پرېږدئ چې ستاسې د ذهن څخه بهر ژوند وکړي.په خپل ذهن کې ځاى مه ورکوئ يوازې هغه خلکو ته ځاى ورکړئ چې ستاسې ذهن ته سکون ورکولى شي او تل پاتې نور رخصت کړي.

د زخم پروا نه لرل به مو ذهن ته سکون ورکړي. يو ارامه ذهن تاسې ښايسته کوي او بله ښه خبره دا چې ستاسې په خپل لاس کې ده وګورئ پروا يې مه لرئ لغت مو اوس هم په خوله موسکا راوستى شي. په ځان کې بدلون راولى او دا بدلون له مثبت ذهن څخه سرچينه اخلي نو تاسې به په پوره مانا خپله خوښې هم ترلاسه کړئ، راځئ خپل ژوند په کرکو بدرنګه نه کړو دا ټاکل شوى ژوند له خوښيو ډک د يو بل په څنګ کې تېر کړو. ځکه دا ژوند بیا نه راځي نو څومره چې کولی شئ خوند ترې واخلئ، او د ژوند خوند په دې کې ده، چې زمونږ له ژبې او لاسه بل څوک ازار ونه ویني. په یاد ولرئ، شاید مونږ ونشو کړی خپل ژوند کې ټول له ځانه خوشحاله کړو خو دومره وکړئ چې له تاسې څوک بد یاداښت ونه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance