The news is by your side.

د دوحې په توافقنامه کې د خليلزاد ناغېړۍ د امریکا لاسونه وتړل

د دوحې په توافقنامه کې د خليلزاد ناغېړۍ د امریکا لاسونه وتړل

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې ددوحې په توافقنامه باندې يو کال تېر شو اوس هم په هېواد کې شديده جګړه روانه ده او هره ورځ بې ګناه افغانان په دې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د امريکا متحده ايالاتو اوس پرېکړه کړې ده چې دا توافقنامه له سره ارزوي، امریکا غواړي وويني چې طالبانو څومره پخپلو وعده عمل کړی دی، مخکې له وړاندې د امريکا ددفاع او بهرنيو چارو وزارتونو ويلي و چې طالبانو په خپل ځينو وعدو عمل نه دی کړی.

خو ددوحې توافقنامه داسې شوې ده چې د امريکا حکومت یې په ارزولو کې ډېر پراخ لاس نلري، ځکه په دې توافقنامه کې ډېر څه مشخص نه دي ذکر سوي، البته دا ډېر څه هغه څه چې د افغانستان مربوط کېږي.

خليلزاد د طالبانو سره په دې توافقنامه کې هغه څه واضح ذکر کړي او ټينګار یې ورباندې کړی د طالبانو سره يې چنې ورباندې وهلي دي چې د امریکا او نړیوالو متفقينو په هکله یې دي.

د افغانستان اړوند خليلزاد په دې توافقنامه کې د طالبانو سره ډېرې خبرې شفاهي کړې دي او په دې توافقنامه کې ځای نلري، مثال په رسمي ډول په توافقنامه کې د جګړې د کمولو د څرنګوالي جزييات نشته دي.

همدارنګه د طالبانو د زندانیانو خوشي کول هم د کومې پايلې سره نه دي تړل شوي، يانې طالبانو په دې توافقنامه کې د زندانیانو د خوشي کولو په بدن کې د افغانستان حکومت ته څه نه دي منلي.

دا به اوس د يوې‌ خوا په حقوقي ډول د امریکا حکومت ته ګرانه کړي چې دا توافقنامه په سم ډول وارزوي او په خلاص حقوقي لاس پرېکړه پکې وکړي که کوي یې نو هغه به بيا د توافقنامې په نقض تمامېږي او د ملامتيا ګوته به بېرته امريکا ته نيول کېږي.

ددې ټولو پيل د خليلزاد ناغېړه توافقنامه ده، که چېرې خليلزاد د طالبانو سره په توافق کې د افغانستان اړوند مسايل هم دقیق او مشخص کړي وی نو نن به په حقوقي ډول ددې توافقنامې په وړاندې د طالبانو په وړاندې د ټولو لاس غښتلی و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.