The news is by your side.

طالبانو! افغان سوله د پرديو د ګټو قرباني کوئ مه

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو او د امريکا ترمنځ د سولې د تړون يوکال پوره شو د همدې يوکال په موده کې په زرګونه بې ګناه افغانان ووژل شول.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون وروسته طالبانو په افغانستان کې تاوتريخوالی ډير کړ.

طالبانو د امريکا سره سوله وکړه خو، بلخوا د افغانانو له وژلو او ژړولو څخه يې خوندونه واخيست.

امريکا سره د طالبانو د تړون وروسته په بهرنيو ځواکونو بريدونه او وژنه يې ودريده خو، بلخوا په زرګونه افغان امنيتي ځواکونه يې شهيدان کړل.

بلخوا طالبان په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته نه حاضريږي، خپل ټول وخت په عيش او عيشرت او بهرنيو هيوادونو ته په سفرونو تيروي.

د افغانستان ټول ولس د شته نظام څخه په کلکه دفاع او ملاتړ کوي.

طالب مشران بايد د افغان ولس دې غوښتني ته وخت ورکړي او د همدې نظام په چوکاټ کې خپلي ټولي هغه غوښتني شاملي کړي چې د افغان ولس په ګټه او خير وي.

که چيري طالب مشران د پرديو ګټو ته لومړيتوب ورکړي نو کیدی شي د افغان سولې خبري د پرديو د ګټو قرباني شي.

ځکه اوس د سولې لپاره يو تاريخي فرصت لاسته راغلی او بايد د جګړې ښکيل دواړه اړخونه  له دې فرصت ګټه واخلي سوله دې وکړي.

داسي سوله دې وشي چې د افغانستان او افغان ولس په ګټه وي نه د نورو په ګټه.

جنګ بس کړئ، سوله وګړئ  ترڅو افغان ولس له دې بدبختيو نور خلاصون ومومي.

طالب مشرانو د سولې خبرو کې د امريکا، روسيې، ايران، او په تېره بيا د پاکستان ګټې په نظر کې نيولو سره سوله غواړې.

طالب مشرانو چې د سولې لپاره کوم شرطونه وړاندې کړي هغه نه د افغان ولس په خير دی او نه هم د اسلام سپيڅلي دين په خير دی.

بلکې دا هر څه د پرديو د ګټو دپاره دي او افغان ولس به هيڅکله هم هغه سوله ونه مني چې د پرديو ګټې پکې په نظر کې ونيول شي.

که طالب مشران د يو قوې اسلامې نظام غوښتوونکي وي نو د افغانستان ټول ولس مسلمانان دي او اسلام سپيڅلي دين لپاره هر ډول قربانيو ته حاضر دي.

طالب مشران بايد د سولې مخې ته شته خنډونه له منځه يوسي، افغان سوله د پرديو د ګټو قرباني نه شي، طالب مشرانو ته چې کوم څه د پرديو له لورې ويل کيږي د هغوي خبري بايد په هيڅ ډول ونه منل شي.

په افغانستان کې د هرڅه لامل يوازې طالبان دي بس خبره صرف دومره توپير کوي، چې طالبان افغانستان ته د امريکايانو د راتګ لپاره بهانه شوه او امريکايان په افغانستان کې د طالبانو د جګړې لپاره بهانه شوه.

طالبان او امريکا په خپلو کې ښه جوړ دي ددوې يوازينۍ موخه د افغانستان ورانول او د افغان ولس ځورول دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.