The news is by your side.

طالبانو چا او ولې په ټکنالوژي سمبال کړل؟

خبریال وېپپاڼه/ د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو له پیل مخکې وسله وال طالبان نیم مات شوی ځواک و او که پر ضد یې د افغان ځواکونه یوه میاشت تعرضي عملیات ترسره شوي وای، نور یې لمنه ټوله وه او افغان ملت یې له شره خلاص و.

خو اوس طالبان دومره پیاوړي شوي، چې له سیاسي او نظامي ډګره په ښکاره د ولسمشر غني حکومت ته اخطار ورکوي، چې که په هر ډول وي باید نور د واک لړۍ د خبرو او د دوی د شرطونو د پوره کېدو له لارې پای ته ورسوي.

پوښتنه دا ده چې طالبان ولې له افغان حکومت ته داسې ښکاره اخطار ورکوي، کوم نظامي او سیاسي قدرت لري او تر شا یې د چا لاس دی؟

د دې پوښتنې ځواب ساده دی، امریکا له یوې خوا د سولې خبرو له لارې طالبان ته سیاسي قوت ورکړ او له بلې خوا یې پر افغان حکومت د فشار راوړلو له لارې بندیان ورخوشې کړل، چې دا پخپله د طالبانو ډلې حمایت دی.

اوس طالبانو له ځانه سره د پرمختللیو جنګي وسایلو او ټکنالوژۍ دعوې کوي، داسې وسایل چې افغان ځواکونه یې لا نه لري، په لوګر، کندوز، تخار، خوست او بغلان ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو ډرون حملې د دوی د جنګي قوت ښکاره نښې دي.

تازه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی، انس حقاني په یو ټویټ کې ویلي، چې که دا ځل مو جګړه پیل کړه داسې جګړه به وکړو چې تر اوسه چا لیدلې نه وي، ځکه په خبره یې اوس دوی د بې پیلوټه الوتکو ټکنالوژي او توغندي لري، چې هر ډول نظامي موخو ته پرې رسېدای شي.

ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته هم اشاره کړې او کوتڅنډه یې کړې چې د یاد تړون خلاف عمل ترسره کول به د بلې جګړې پيل وي.

طالبان که څه هم د سولې خبرو تر پیل مخکې نیم مات شوي وو، خو اوس د داسې پرمختللیو جنګي وسایلو خبره کوي، دا ځکه چې د امریکا په شمول د افغانستان ګاونډي هېوادونه زموږ نامرد دوستان دي او د پردې تر شا یې د طالبانو ملاتړ ته ملا تړلې ده.

دا پرمختللې وسلې، بې پیلوټه الوتکې، توغندي او نور جنګي وسایل روس، پاکستان او ایران ورکړي، تر څو طالبان په سیمه کې په مطلق ډول د امریکا له انحصاره خلاص او خپلې موخې پرې پوره کړي.

دوی پر افغان خاوره یوه پیاوړی نظام نه غواړي، داسې نظام غواړي چې د دوی تر لاس لاندې وي او دوی وکولای شي چې په دې سیمه کې خپلو موخو ته پرې ورسېږي او د دې کار لپاره دوی طالب د ښې وسیلې په توګه کاروي.

د سولې خبرې هم د همدې موخې لپاره پیل شوې چې ګنې طالبان به پرې واکمني ته ورسېږي، خو تر هغو چې افغان ملي، امنیتي ځواکونه شتون ولري، دلته د طالب واکمني خوب او خیال دی او ګاونډي هېوادونه به یې ګور ته یوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.