The news is by your side.

د امریکا اوطالبانو هوکړه یو کلنه سوه

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه تیر کال په همدې ورځ ترسره سوه او له هغې ورځې را په دې خوا د دې توافق نامې په اړه بیلابیل نظریات وړاندې سوي؟

د ډونالډ ټرمپ په دوره کې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک سوه چې  تر ډیره بریده طالبان د همدې هوکړې څخه په سرغړونه تورن سوي او کله چې بایډن واک ته رسیږي نو سمدلاسه یې د طالبانواو امریکا د هوکړي د ارزونې په هکله وویل، تمه وه چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله راسي خو د دې هوکړې له ترسره کولو یو کال وزي لاهم په افغانستان کې جګړه روانه ده.

یو کال وړاندې دواړه لورو د یو لړ نور تفاهومونو ترڅنګ پریکړه وکړه چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کوي، او همدارنګه د مي تر میاشتي پوري به له افغانستانه ټول بهرني سرتیري وزي، همدارنګه په دې تفاهم نامه کې ویل سوي چې  باید د سولې لپاره بین لافغاني خبرې پيل سي.

له دې پریکړو وروسته امریکا او ناټو ویلي چې پر ټاکلې نېټه به له افغانستانه سرتیري نه باسي هغوی طالبان تورن کړل چې د تر سوې هوکړې پر مواردو ژمن نه دي او لاهم له بهرنیو تروریستي  ډلو سره اړیکي لري.

له هوکړې را وروسته څه وسول؟

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې باید بین لافغاني مذاکراتو له مخې د سولې لپاره هڅه سوې وای خو تراوسه پوري د بین لافغاني مذاکراتو یوازي د ګوتو په شمار غونډې سوې، او په افغانستان کې د جګړې د کمښت لپاره هیڅ هم نه دي سوي اوس مهال د پلازمینې په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړه بمي چاودنې او هدفي وژنې  هغه څه دي چې خلک يې خورا اندېښمن کړي، او د سولې ټولې هیلې يې مړاوي کړې.

د جګړې فصل او اندېښنې؟

که څه هم تیره اونۍ د بین لافغاني مذاکراتو د دواړو لورو تیره اونۍ غونډه وکړه خو له هغه را وروسته بیا د خبرو کوم اقدام نه دی، امریکا او نور بهرني هېوادونه پر ټاکلي وخت خپل سرتیري نه باسي او په دې کوښښ کې دي چې د افغان جګړې د ختم لپاره سیاسي حل لاره پیدا کړي خو کچیري د مي تر میاشتي بهرني ځواکونه ونه وزي  ښايي د جګړې ډګر نور هم ګرم سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.