طالبانو د دوحې د تړون د بديل اړوند خپل دریځ بيان کړ

خبريال وېبپاڼه- په دې وروستيو کې ددوحې په تړون باندې نيوکې زیاتې شوې دي، په افغانستان کې دننه او بيرون دا تړون اوس د ګواښ سره مخ دی او ډېره غوښتنه کېږي چې ددې تړون ځای باید یو بل تړون ونيسی.

دا هغه څه چې طالبانو نن په یوه اعلامیه کې ددې تړون د کليزې په مناسبت په کلکه رد کړي دي، خو پوهان وايي چې دا تړون د افغانستان په مورد باندې غوڅ څه نلري او بيا بېرته طالبان غواړی د افغانستان د حکومت او د افغانستان د مسايلو اړوند هرڅه ددې توافقنامې په بنسټ باندې حل کړي او بحث ورباندې وکړي.

د چارو شننونکي وايي چې په دې تړون کې د افغانستان مسايل د امريکا سره په داسې ډول تړل شوي دي چې واضح مفهوم يې مالوم نه دی، د يوې خوا اوس طالبان وايي چې هرڅه به ددې تړون له مخې مخ ته وړي او بلې خوا بیا وايي چې ددوی تړون د امريکا سره شوی دی نه د افغانستان د حکومت سره.

په کابل کې د حالاتو څارونکي وايي چې پکار ده د طالبانو سره شوی تړون یا نوی شی او يا هم اصلاح شي ځکه په بل ډول دا تړون نيمګړی دی او نشي کولی چې په افغانستان کې د جګړې اور مړ کړي او سوله قايمه کړي.

په اوسني تړون کې تر ډېره د امريکا ګټې او په ځانګړي ډول د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګټې رانغښتې دي او د همدې ګټو په بنسټ په فوري ډول شوی دی، زلمي خليلزاد په دې تړون کې بېړه کړې ده ترڅو دا د امريکا په ټاکنو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په برخه کې يو مثبت ټکی زئات کړي.

د بلې خوا پخپله د امریکا نوی حکومت همدا اوس ددې تړون په ارزونه بوخت دی، د امريکا ولسمشر جوبایډن په دې اړوند وويل چې ددوحې تړون ته ژمن دي خو په دې شرط چې طالبان هم ورته ژمن پاتې شي.

د امريکا د بهرنیو او دفاع وزارتونو په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې طالبانو ددوحې تړون ډېری برخې سمې نه دي عملي کړې، جګړې زياتوالی موندلی او اوس هم دا ډله د القاعده او نورو بهرنيو جنګياليو او ډلو سره يې اړيکې لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More