حکومت د حزب التحریر یا د داعش ملکي څانګې؟ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د خلافت د رامنځته کېدو او د اوسني جمهوري نظام خلاف د حزب التحریز فعالیتونه پراخ شول، افغان حکومت وايي، چې د دې افراطي ډلې فعالیتونه غیر قانوني دي او د مخنیوي لپاره به یې لاس په کار شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سهار شپږنیمو بجو غونډې په راپور کې ویلي چې د حزب التحریز عدلیې وزارت کې ثبت نه دی او د قانون له اړخه حق نه لري چې فعالیتونه وکړي او سترې غونډې جوړې کړي.

طالح زیاته کړې، چې د حزب التحریز د یو شمېر فعالانو او غړیو نظریه طالبانو ته ورته ده او د نظام پر ضد فعالیتونه کوي، چې حکومت به په هیڅ صورت اجازه ورنکړي.

هغه دا هم ویلي چې ډېر ژر به د دغې ډلې غړیو سره قانوني بحثونه وکړي او غږ یې پر کړی چې نور باید د نظام پر ضد له تبلیغاتو ډډه وکړي.

تر دې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د حزب التحریر پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه او دغه ډله یې د ترهګرو ملکي څانګه بللې وه.

د حزب التحریر په نوم سازمان په ښوونځیو، پوهنتونونو، علمي او اکاډمیکو مرکزونو او نورو ټولنیزو برخو کې د ځوانانو ترمنځ پراخ فعالیتونه لري او په ټولنه کې د خلافت رامنځته کولو او د اوسني نظام ړنګولو انګېزه عاموي.

که څه هم حکومت حزب التحریز ډله طالبانو ته ورته بولي، خو د شنونکو په باور، د حزب التحریر افکار تر ډېره داعش ډلې ته ورته دي او سره له دې چې دا ډله د ترورستي سازمانونو په لست کې شامله شوې؛ خو لاهم امنیتي ارګانونه نه دي توانیدلي چې د ځوانانو او په تعلیمي مرکزونو کې د دې ډلې د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

د دې ډلو تر شا ډېر قوي لاسونه دي او ډير امکانات ورته برابریږي، هره پنجشنبه په کابل او ولایتونو کې غونډې جوړوي او ځوانانو ته تقریرونه کوي.

دا ډله د نظام په داخل کې هم نفوس لري او د نظام د ړنګولو لپاره د خطر زنګ دی؛ ځکه داخل په نظام کې ده او د افغانستان نظامونو هر وخت د محصلینو او د علمي مرکزونو لخوا ورته د فنا بلا پيدا شوې، چې نظام ته یې سقوط ورکړی دی.

که چېرې د حزب التحریز ډلې د فعالیتونو مخنیوی و نه شي؛ دا به له تروریستي ډلو او په ځانګړي ډول له داعش سره مرسته وکړي چې دا کار به د افغانستان راتلونکي د پیکه کولو او د اوسني نظام د تخریبولو لپاره بدې پایلې له ځانه سره ولري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More