The news is by your side.

خلیلزاد د سولې سفر پيل کړ؛ طالبانو د نوې جګړې اخطار ورکړ

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترې بیا پیل شوې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد بیا د سفر موزې پښو کړې.

راپورونه وايي، چې خلیلزاد به د دې سفر په لړ کې د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان، هند او قطر ته ولاړ شي او د سولې په باب به د شته خندونو د له منځه وړلو هڅه وکړي.

د بایډن د واکمني پر مهال د سولې لپاره د زلمي خلیزاد دا لومړنی سفر دی.

که څه هم پر خلیلزاد نیوکې کېدې چې د سولې خبرو کې یې دوه مخی چلند ترسره کړی او له امله یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیکه او نامالوم برخلیک سره مخ دي، خو د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن بیا هم د سولې کیسې ته خلیلزاد رامخته کړ.

دا چې د خلیلزاد نوی سفر به د سولې خبرو کې څه مثبت بدلون راولي او که نه معلومه نه ده، خو امریکا ویلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه یو ځل له سره تېروي او بیا یې په اړه پرېکړه کوي.

هلته بیا د طالبانو د قطر دفتر غړي انس حقاني ویلي چې که امریکا د دوحې تړون مراعت نه کړي، نو دوی به خونړۍ جګړې ته مخه کړي.

هغه ویلي چې دوی تر پخوا ډېر مجهز دي، ډرون الوتکي او توغندي لري او که د تړون خلاف کوم عمل ترسره شي، نو دا به د نوې جګړې پیل وي.

دلته بیا پر عام ولس اور بل دی او هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژل کېږي او د میندو د بورولو او د افغان اولادونو د یتیمانولو لړۍ په درز کې روانه ده.

اول خو پکار دا ده چې طالبانو او حکومت په یوه ټغر راټوله شي او نور د سولې پروسه واقعي افغاني کړي او امریکا ته پکې د مداخلې حق ورنه کړي، خو که داسې نه کوي بیا حکومت ته پکار ده چې په نوي پسرلي کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او د ځپلو له لارې یې افغانان نور له دې مصیبته وژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.