The news is by your side.

زابل کې په ماشومه جنسي تېری کونکي پوليس څه شول؟

خبريال ویبپاڼه- په زابل ولایت کې د رامنځته شوې پېښې په هکله خلک تراوسه غوسه دي او د حکومت څخه د مسولينو د مجازاتو غوښتنه کوي.

تېره ورځ لومړی داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي د زابل امنیه قومندان ياده پیښه رد کړې ده او دا يې د پوليسو د بدنامۍ لپاره يوه دسيسه بللې وه، په ټولنيزو رسنيو کې خلکو د زابل امنیې د قوماندان په دی څرګندونو خندلي و او په کومنټونو کې يې ليکلي و چې تيار بدنام پوليس نور او بيا څه ډول څومره بدنام شي.

پوليس د ځينو سپين سترګو او مفسدینو له وجې دومره بدنام دي چې نورې بدنامۍ ته اړتيا نلري، په ډېرو سيمو کې خلک د غلو او پوليسو څخه يو ډول ډارېږي.

د بلې خوا په زابل ولایت کې په سلګونو کسان راټول شوي و او ددې ظلم د ترسره کوونکي مجازات یې غوښتل، نه پوهېږم قومندان صيب به څه وايي چې دا دومره خلک ولې بدون درپېڅ سبب څخه راووزي او لاریون پيل کړي.

دغه نجلۍ چې تېری ورباندې شوی دی د فضل په نامه د يوه کس لور ده، په دې باندې څو تنو پوليسو يو ځای تېری کړی دی خو اوس ويل کېږي چې د زابل امنیې قومندانۍ صرف يو پوليس نيولی دی‌.

که څه هم په لومړيو دا ډول ګنګوسې وې چې د زابل امنيه قوماندان غواړي په دې پېښه پرده واچوي خو وروسته یې بيا په دې تړاو د تحقیقاتو خبره وکړه.

د خلکو د لوي لاریون وروسته چې د شاجوی بازار يې هم تړلي و د زابل امنیې قومندان وويل چې يو کس پوليس یې نيولی دی او که ورباندې ثابته شي چې دا کار یې کړي دی نو په اشد مجازات به محکوم شي.

په زابل ولایت کې رامنځته شوې دې پېښې یوازې زابلیان په غم ککړ نکړل بلکې د ټول هېواد خلک ورباندې سخت ودرېدل او په پوليسو کې يې د شديدو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د هېواد د روان حالت څارونکي وايي چې دا ډول پېښې په شديد ډول د حکومت او ملت لرې والی زياتوي، ددې څخه زياته د اندیښنې وړ بله ناوړه داده چې ځینې چارواکي هڅه کوي په دا ډول پېښو پرده واچوي، حال دا چې په دې ډول پېښو پرده اچول ددې پېښو تکرار ته زمینه برابروي.

پکار ده حکومت د ټيټ رتبه او لوړ رتبه مامورينو سره په زابل کې ددې پېښې پوره حساب او کتاب او کړي او ددې پېښې مسولیت په سختو مجازاتو محکوم کړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.