The news is by your side.

د طالبانو او ايران د پټو ژمنو جزيات په ډاګه شول

خبريال وېبپاڼه- په دې وروستيو کې د طالبانو او تهران اړيکې سره ګرمې شوې دي، د يوې خوا تهران ته د طالبانو سفرونه زیات شوي دي د بلې خوا ددې هېواد په ځینو سیمو کې د طالبانو خوندي ځايونه په زياتېدو دي.

تهران ته د طالبانو په وروستي سفر کې ددې ډلې او ايراني اړخ ترمنځ ځینې وعدې او ژمنې يو بل ته ورکړل شوې دي، په دې هکله خپاره شوي مالومات ښيي چې طالبان به تهران ته د نه مخالفت او ملاتړ په بدل کې د ځینې امتیازاتو ترڅنګ د اوبو په هکله هم نرمښت وښيي.

د بادغیس ولایت د ولایتی شورا ريس عبدالعزیز بیګ وايي چې ددې د مالوماتو په اساس طالبانو ايراني چارواکو ته ويلي دي چې د افغانستان څخه ور روانې اوبه به همداسې ور وروانې وي‌.

بيګ وويل چې ايران به طالبانو ته د افغانستان د اوبو د مدیریت د ناکامولو په بدل کې د وسلو له مرستې نيولې نورو ګڼې مرستې ورکړي، نوموړي ياده کړه چې په دې وروستيو کې افغان امینتي ځواکونو د طالبانو سره ګڼې ايرانۍ وسلې هم نیولې دي.

د سیمې څخه راپورونه وايي چې په غربي ولایتونو کې د هغه طالبانو تحرکات په بې ساري ډول زیات شوي دي چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، ددوی سره ايرانی وسلې موجودې وي او ځینې وخت ان د تهديد په صورت کې په فوري ډول د خاورې هغې خوا ته خپلو پټنځايونو ته پناه وړي.

په هېواد کې د چارو شنونکي وايي چې ايران په غربي افغانستان کې د بندونو جوړولو سخت ورخطا کړی دی او دا ورته د زغم وړ نه ده چې کلونه مفتې ترلاسه شوې اوبه دې ورباندې بندې شي او يا دې هم ددې اوبو په بدل کې پيسې ورکړي.

شننونکي وايي په دې کې شک نشته چې طالبانو دې د اوبو په هکله د ایرانی سره يا لژ ژمنې نه وي کړې، ځکه په دې وروستيو کې تهران ته ددې ډلې د سفر په ترڅ کې دواړو لورو د تړلو دروازو شاته‌ ګڼې غونډې درلودې او دواړه د یو بل څخه راضي ښکارېدل ان د طالبانو یوه ویاند وویل چې ايران په افغانستان کې ددوی د طرحې څخه ملاتړ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.