The news is by your side.

ولې د افغان چارواکو غوښتنې ته امريکايي ځواکونو ځواب ورنکړ؟

خبريال وېبپاڼه- تېره اونۍ د یوه شديد جنګ وروسته د فارياب څخه راپورونه ورکړل شول چې ددې ولايت يوه ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده، څو ساعته وروسته د افغان حکومت چارواکو په فارياب ولايت کې د ولسوالۍ د سقوط خبره رده کړه او ويې ويل چې په ياد ولايت کې هیڅ کومه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې.

خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې تازه خپور شوی يو راپور بيا وايی چې په فارياب ولايت کې د يوې ولسوالۍ د سقوط په مهال افغان چارواکو د امريکا د هوايي ځواکونو څخه مرسته وغوښته خو‌ دا مرسته ترسره نشوه او افغان چارواکي بې ځوابه پاتې شول.

د نظامي چارو شننونکي وايي چې د افغان پوځ سره په هوايي برخه کې د امريکايي ځواکونو همکاري په کمېدو ده او دا د راتلونکې لپاره ښه خبر نه دی.

که څه هم په هېواد کې مطلق اکثریت نظامي عمليات افغان ځواکونه ترسره کوي خو په هوايي برخه کې بيا افغان ځواکونه تر ډیره د بهرنیو ځواکونو جدي همکارۍ ته شتون لري.

د بلې خوا بيا د سياسي چارو شننونکي وايي چې کېدی شي ددې ډول همکاریو بندول موقتي وي او دا په افغان حکومت باندې يو فشار وي ترڅو د امريکا د حکومت طرحې ته غاړه کیږي او د موقت حکومت دا طرحه ومني.

امريکا له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د موقت حکومت طرحه دې مثبته وارزوي او سولې د خبرو د پايلې لپاره دې چارې او حالات په فوري ډول سم کړي.

د افغان حکومت مشر اشرف غني د امريکا دا طرحه په غيرې مستقيم ډول رد کړې وه او ياده طرحه يې صرف د کاغذ پر مخ پروت یو خيال بللی و، د غني څخه زيات د هغه مرستيال امرالله صالح ددې طرحې مخالف دی او ددې طرحې په هکله یې په خپل غبرګون کې ويلي دي چې دی تيار د پاکستان او طالبانو مرمۍ په سينه وخوري خو دا امرانه طرحه به ونه مني.

طالبانو بيا نن هم په خپل غبرګون کې وويل چې دوی تراوسه پورې ددې طرحې په ارزولو بوخت دي او ډېر ژر به په رسمي ډول ددې طرحې په هکله خپل دريځ بيان کړي، د طالبانو د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ نن وروسته له هغه دا غبرګون وښود چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو د موقت حکومت طرحه رد کړې ده.

د بل لوري نه هېواد کې دننه د حالاتو څارونکي وايي چې افغان حکومت ته پکار ده دننه يوه قوي اجماع رامنځته کړي، مشورې زياتې کړي او په بين الافغاني خبرو کې د يوه قوي دريځ څخه د اوربند او ټاکنو غوندې مهم ارزښتونه په طالبانو باندې ومني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.