The news is by your side.

طالبان؛ افغان حکومت د امريکا ګټې نشي ساتلی

خبريال وېبپاڼه- د سيګار د یوه تحقیقاتي راپور تر خپرېدو وروسته طالبانو هم دغه راپور اساس نيولی دی او په دې اړوند يې په يو نقدي ليکنه کې په افغان حکومت باندې سختې نیوکې کړې دي.

د سيګار دا راپور تېره ورځ خپور شو په کوم کې چې په افغان حکومت نيوکې شوې وې او په ټوله کې د افغان حکومت په هکله پکې سخته تونده لهجه کارول شوې وه، د سيګار د ادارې مشر جان سپکو په يوه وينا کې ويلي و چې وروسته یې دا وينا د راپور په ډول هم خپره شوه چې د افغانستان حکومت فاسد دی او يو فاسد حکومت نشي کولی چې د امريکا ګټې خوندي کړي.

طالبانو نن پخپله يوه ليکنه کې په افغان حکومت باندې د همدې زاويې څخه قم چلولی دی او ويلي يې دي چې افغان حکومت د امریکایانو ګټې نشي ساتلی، په دې ليکنه کې راځي چې امريکا همدا وايي چې د افغانستان حکومت ددوی ګټې نشي ساتلی او‌ دا يو مفسد حکومت دی.

طالبانو د سيګار د دارې په راپور کې هغه پکي ته اشاره کړې ده چې پکې راغلي دي افغان هوایي ځواک به ونشي کولی د ټولو امريکايي ځواکونو او قرارداديانو د وتلو وروسته سم هوايي عمليات وکړي، طالبانو ويلي چې د سيګار د راپور مطابق افغان هوايي ځواکونه په یوازې ځان په ډېر کم وخت به کاره لوېږي.

د سيګار راپور کې راغلي و چې همدا د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو د ترميم او بيا کتنې چارې او ترڅنګ یې ځینې تخنیکي چارې ټول قرارداديان مخ ته وړي، که چېرې دا قرارداديان نه وي نو افغان هوايي ځواکونه به ژر له کاره ولوېږي، د سیګار په راپور کې هغه پينځلسو طيارو ته اشاره شوې وه چې د ۵۰۰ ميلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت افغان پوځ ته اخیستل شوې وې خو وروسته د نه پاملرنې له کبله په کباړ کې په څلویښت زره امريکايي ډالر خرڅې شوې.

طالبان په خپله لیکنه کې بېرته امريکا ته هم ګوته نيسي او وايی چې امريکا پخپله همدا ډول افغان چارواکو ته د واک لاره هواره کړه کوم چې مفسد و او افغانستان یې د نړۍ په کچه د فساد نمبر يک هېواد جوړ کړ.

د چارو شننونکي وايي چې په افغان حکومت کې د فساد عوامل زيات دي، په دې هکله د امريکا حکومت هم ملامت دی او ترڅنګ یې پخپله طالبان هم يو سبب دي، د امريکا متحده ايالات ځینې وخت په ښکاره په افغانستان کې د اصلاحاتو مخنيوی کوي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې کله یې اشرف غني ته وويل چې د رايې ورکونې لپاره دې داسې يو سيستم جوړي شي چې د رایې ورکونې سره سم رايه مرکزي ډېټا ته ولاړه شي او بلاخره د ټاکنو پايلې په يوه ورځ يا دوه ورځو کې معلومې شي، خو حکمتیار وايي چې په ځواب کې يې ولسمشر غني ورته وویل چې دداسې يوه سيستم مالي ملاتړ امریکا نکوي.

د شنونکو په خبره چې امريکا پخپله په افغانستان کې په هېڅ بنسټيز سيستم او پروژې پانګونه نه ده کړې بلکې تل يې په نازکو شيانو چې زيات وخت اعتبار نلري پانګونه کړې ده.

د حالاتو څارونکي همدارنګه وايی چې پخپله د طالبانو جګړه هم د فساد د زياتېدو سبب دی او طالبان له دې څخه مخ نشي اړولی، ځکه جګړه ددې سبب شوې ده چې خلک د حکومت څخه د شفافيت په ځای د سر د ساتلو غوښتنه وکړي او په دې جريان کې په حکومت کې هم د ناوړه ارادې لرونکو کسانو له جګړيز حالات څڅه د ځان په ګټه ډېر کار اخیستی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.