The news is by your side.

 جماعت اسلامي ګوند: افغانستان یوه نوي حکومت ته جدي اړتیا لري

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د سولې په روانو خبرو کې او په ځانګړي ډول د دوحې تړون پر اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د طالبانو او حزب اسلامي له دریځ ملاتړ اعلان کړ.

د یاد ګوند مشر سراج الحق، چې دا مهال د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کوربه دی، دا خبره نن حکمتیار او نورو چارواکو سره په لاهور کې یوې غونډې ته کړې ده.

هغه ویلي، امریکا که په رښتیا د افغان جګړې پای ته رسول غواړي، نو باید د دوحې د تړون پر اساس خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او د افغان جګړې د پای لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر یادونه کړې چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به دا فرصت برابر کړي چې افغانان پخپله د خپل هېواد د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي او هر څه د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي پر اوسني افغان حکومت هم نیوکه کړې چې د سولې د راتلو لپاره رښتینې اراده نه لري او په لوی لاس دغه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، خو په خبره، یې طالبانو د سولې لپاره خپله ژمنتیا ښوولې ده.

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره داسې یوه نوي حکومت ته اړتیا ده چې د افغانانو اراده په عمل کې ثابته کړي او د افغانانو په وینو سیاست پرېږدي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده، نږدې راتلونکي کې په ترکیه او روسیه کې د افغان سولې په تړاو دوې مهمې او برخلیک ټاکونکې غونډې جوړې شي.

په دغو غونډو کې به د سولې، جګړې او اوسني حکومت په اړه برخلیک ټاکونکې پرېکړې کېږي او امریکا غواړي چې نور د سولې خبرو ډرامه ختمه کړي.

د شنونکو په باور، امریکا غواړي افغانستان کې موقته اداره رامنځته کړي او دا د پاکستان ستره هیله هم ده، ځکه خو یې له میر رحمان رحماني، کریم خلیلي، محمد محقق او اوس تازه ګلبدین حکمتیار هم په فردي توګه ور وبلل، تر څو له راتلونکي حکومت سره خپلې اړیکې خوږې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.