The news is by your side.

صالح ولې د شپږ نیم بجو ناستې څخه لاس په سر سو؟

خبریال ویبپاڼه/ کله چې په پلازمینه کابل  کې د جنايي جرمونو، هدفي وژنو، او چسپکي ماینونو د بریدونو او چادونولړۍ پیل سوه افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت چارې وسپارلې او صالح د شپږنیمو بجو سهار وختي جلسې جوړولو لړۍ پیل کړه، چې ولایتونو ته هم ورسیده.

اوس تازه امرالله صالح ویلي چې نور د شپږنیمو بجو غونډې جوړولو مشري نکوي او له دې کاره لاس په سر سوی، هغه ویلي چې اوس دې بهیر دوام پیدا کړی او ځان ته يې خپل ځای پیدا کړی ځکه نو يې پریکړه کړې چې د شپږنیمو بجو مشري نوره پریږدي.

امرالله صالح څو میاشتي وړاندې د کابل امنیت د مسؤلیت ترڅنګ د شپږ نیمو بجو امنیتي  ناستې  هم پیل کړې چې د ده په وینا نیتجه يې هم ورکړې، افغان حکومت دا چاره ځکه ترسره کړه ترڅو په کابل او ولایتونو کې امنیتي حالت سم سي خو په کابل کې جنايي پیښي کمې اما د امنیت په برخه کې نورې ستونزې هم زیاتې سوې چې تراوسه يې لاهم دولت په کابو کولو کې پاتي راغلی دی.

د کابل  امنیت

په کابل کې په ورځني ډول سره چاودنې او هدفي وژنې اوس عادي خبره ده په دې ښار کې اوسیدونکي د جنايي جرمونو او بمي چاودنو څخه په سخته اندېښنه کې دي او له دولته غواړي  چې د حالاتو په کابو کولو کې دي کوښښ وکړي، له کابل سره ترخوا د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو کې هدفي وژنې او د مقناطسي ماینونو چاودنې زیاتي سوې چې هلته يې هم خلک په اندېښنه کې اچولي.

تراوسه پوري دولت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د دې ترینګلي  او بد حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی خو ادعا کوي چې  د دې جنایتونو په وړاندې مبارزه کوي او حالت به سم کړي.

د سولې خبرو ته هیلي

عام افغانان اوس د سولې وروستیو هڅو او خبرو ته هیلې لري او په دې اند ي چې د سولې له وروستۍ موقع څخه باید په سمه توګه استفاده وکړي ځکه که چیري په دې حالاتو کې لاهم د سولې هڅې نتیجه ورنکړي نو لیري نه ده چې اوسنی ترینګلی حالت به نورو هم خراب او افغانان به له نورو زیاتو ستونزو سره مخ سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.