The news is by your side.

امریکا نور د افغان جګړې دوام نه شي زغملی

خبریال وېبپاڼه/ د ورلډ پالیټیک ریویو په نامه یوې نړۍوالې خپرونې د افغان سولې او جګړې د برخلیک معلومولو لپاره یوه لیکنه خپره کړې او په ډاګه کړې یې ده چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره نور د افغان جګړې دوام نه شي زغملی.

لیکنه کې راغلي چې امریکا نور نه غواړي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات تر دې اضافه وځنډېږي او له مبهم برخلیک سره مخ وي.

سرچینه زیاتوي چې امریکا پر افغان حکومت هم فشارونه راوړي چې نور باید د سولې پر وړاندې هیڅ راز ځنډ او خنډ رامنځته نه کړي او د خبرو له لارې هره مسله حل کړي.

سرچینه دغه راز کاږي چې امریکا ولسمشر غني د پاڼ او پړانګ ترمنځ واقع کړی دی، له یوې خوا د سولې خبرو بریا ترې غواړي او له بلې خوا یې دې ته مجبوره کړی چې باید موقت حکومت ومني.

لیکنه کې وړاندې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلنکن لیک ته اشاره شوې او لیکلي یې دي چې له استول شوي لیک څخه دا جوتېږي چې امریکا د افغان جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره ډېره جدي ده او نور په دې برخه کې د هیڅ لوري ناغېړي نه شي زغملی.

 د لیکنې وروستۍ برخه کې راغلي، بایډن به د ټرمپ د حکومت پر مهال د ټاکل شوي مهالوېش له مخې او یا څو میاشتې وروسته خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د افغان سولې او جګړې په اړه د امریکا دریځ په داسې حال کې د جدیت تر سرحده رسېږي، چې ټاکل شوې ده چې په مسکو او ترکیه کې د افغان سولې په تړاو مهمې غونډې ترسره شي.

د ترکیې غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې په چوکاټ کې جوړېږي، چې د سولې او جګړې اړوند به پکې مهمې او جدي پرېکړې وشي.

که څه هم امریکا له یوې خوا ټینګار کوي چې نور باید د سولې او جګړې برخلیک معلوم شي، خو بل پلو حکومت او طالبان د پسرلنۍ جګړې په تیاري بوخت دي، چې دغه اقدام عام افغانان سخت ناهیلي کړي دي او د هرې طرحې له مخې چې وي د جګړې درول غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance