د روسانو په ګوستاخۍ طالبان ولې خاموش دي؟
خبريال وېبپاڼه- تېره ورځ راهيسې د افغانستان په رسنیو په ځانګړي ډول په ټولنيزو رسنيو کې خلک د روسيې هغه ټویټ ته سخت په غوسه دي چې پکې د افغانستان نقشه تحريف شوې وه.
د وخت په تېرېدو اوس په افغان ولس کې د هغه خلکو شمېر په ډېرېدو دی د خلکو د خبرو تر شاه منبع هم وپېژني، پرون د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات د ټويټ وروسته چې خلکو سخت غبرګون وښود دې وزرات خپل ټویټ اصلاح کړ د افغانستان يوه بله نقشه یې خپره کړه.
خو افغانان په دې باندې پوه شول چې دروسيې هېواد دومره کم عقل، بې پروا بې ظرفيته ندی چې د افغانستان يوه ډېره سيستماتيک تحريف شوې نقشه دې خپره کړي، خلک پوه شول چې دا نقشه هغه نقشه ده چې روسيه یې پلي کول غواړي.
د بلې خوا بيا طالبان ددغې مسلې په تړاو تراوسه پورې خاموش دي او هیڅ ډول غبرګون یې نه دی ښودلی، که څه هم د طالبانو ځینې پلويان او فعالين لګيا دی په ټولنيزو رسنيو کې دا مسله غندي او دا د خپل هېواد خلاف ددښمنۍ خلاف د روسانو یوه نښه بولي خو ددې ډلې مشران بيا خاموش دي.
طالبان چې په هره اعلاميه او غونډه کې ځان د ولس ريښتيني استازي يادوي، ځان د هېواد د مطلق اکثریت خاورې حاکم يادوي نو بيا دداسې يوې مسلې په وړاندې چې د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ وي څه ډول خاموش پاتې دي.
که دوی په ريښتيا ځان د ولس حداقل د ولس د يوې برخې استازي بولي نو بيا ولې د مسکو دغه ګستاخي نه غندي، ولې تيار دا په مسکو کې جوړېدونکې غونډه نه تحريموي او يا دې داسې وکړي چې حداقل په دې غونډه کې دې ددې مسلې يادونه وکړي او خپل نارضايت او شکایت دې څرګند کړي.
ليکوال؛ تاج محمد ارين
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.