The news is by your side.

میاخېل: طالبان او القاعده لاهم اړیکي لري

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپلو تازو څرګندونو کې د افغان پوځ پر پیاوړتیا او نړیوالې ټولنې د مرستو په هکله هیله مندي او ټینګار کړی.

ښاغلي میاخېل ویلي چې القاعده لاهم د پخوا رقم د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت لري او له هغوی سره اړیکي لري، د ده له انده د القاعده شبکې د غړو شمېر ورمالوم نه دی خو ښايي شمېر يې زیات کم وي، د نوموړي  په خبره چې القاعده به د شمال او جنوب په ګډون په غزني ولایت کې فعالیت لري چې له طالبانو سره په اوسنیو جګړو کې همکاري کوي.

د دفاع وزارت دا مقام زیاتوي چې افغان پوځ اوس خورا پیاوړی سوی او له دې وروسته به هم نړیواله ټولنه له دوی سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

دفاع وزارت ویلي هیله مند دي چې تر ۲۰۲۴ کاله به ناټو له افغان ځواکونو سره همکاریو ته دوام ورکړي او همدارنګه امریکا هم سږ کال د افغانستان لپاره بودجه تصویب کړې.

دفاع وزارت په داسې حال کې له طالبانو سره د القاعده د اړیکو او افغان ځواکونو د وړتیا څرګندونې کوي چې طالبانو له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې لرل رد کړي او ویلي يې دي چې اوس له دې ډلې سره اړیکې نلري.

د دوحې د پرېکړې سره سم به طالبان د القاعده په ګډون له نورو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کوي چې له دې وړاندې هم په کوردننه افغانستان او یو بهرنیو مسؤلینو پر طالبانو تور پوري کړی چې لاهم له القاعده سره اړیکي لري.

په تیرو میاشتو کې د غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د القاعده شبکې مهم مشران وژل سوي او د دې ښکارندويي کوي چې القاعده لاهم افغانستان کې شتون لري او کم شمېرمشران او جنګیالي یې افغانستان کې پاتي دي.

د قطر د هوکړې مطابق طالبان باید له القاعده سره اړیکې پریکړې خو د افغانستان دفاع وزارت په خپله نوې ادعا کې یوځل بیا ویلي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په کم شمېر د القاعده غړي شتون لري، دا څرګندونې پرداسې مهال کیږي د افغان سولې لپاره هڅې  پیل سوې اوتمه ده چې د مارچ پر اتلسمه په روسیه او ۲۸ په ترکیه کې د طالبانو په شتون کې د سولې کنفرانسونه جوړ سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.