نبيل د روسيې له خطرناک نيت پرده پورته کړه

خبريال وېبپاڼه- د هېواد د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات د رسمي ټویټر څخه خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د نقشې تحريف غندلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او مطرحو هیوادونو د غونډې په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په دې اعلاميه کې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو یوه نقش هم خپره شوې ده.

په دې نقشه کې د افغانستان د خاورې يوه برخه د پاکستان بلل شوې ده او پاکستان ته د بدخشان ولايت له خاورې تاجکستان ته لاره ورکړل شوې ده، نه يوازې چې پاکستان ته لاره ورکړل شوې چې د تاجکستان سره وصل شي بلکې په عين زمان کې د افغانستان او چين ترمنځ سرحد له منځه وړل شوی دی او هغه خاوره هغه هم د پاکستان برخه ښودل شوی ده.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزرات ددې سپين سترګۍ وروسته په ټويټر او ټولنيزو رسنيو کې افغانانو دې مسلې ته سخت غبرګون وښود او له روسیې څخه يې د سپيناوي غوښتنه وکړه، ډېرو افغانانو په ټويټر کې روسيې ته پېغورونه ورکړل او ورته ويې ليکل چې ستاسې سرحدونه زموږ سره د يوې جګړې په پای ړنګ شول په بله کې به مو ټول موجودیت له منځه ولاړ شي.

د عامو افغانانو له شديد غبرګون وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې د افغانستان يوه بله نقشه خپره کړه چې پکې سرحد بیرته اصلاح شوی و، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغه نقشې ادرس ورکړی و کومه چې دی لومړی خپره کړې وه او يادونه يې کړې وه چې د هغه ځای نقشې کله کله ناسمې وي‌ موږ د افغانستان نړیواله رسمي نقشه خپره کړه.

نن بيا د هېواد د ملي امنیت پخواني ريس هم دی مسلې ته غبرګون وښود او ويې ويل چې د روسیې دا کار کومه سهوه نده بلکې دا یو پلان دی.

نبيل په حکومت غږ وکړ چې د افغانانو په استازيتوب دې د مسکو په غونډه کې په دې مسله باندې په رسمي ډول اعتراض وکړي او پوښتنه يې دې وکړي.

د چارو شننونکي وايي چې د نبيل تفسير ددې مسلې څخه سم ده، روسیه دا کار د یو پلان او پیغام له مخکې کوي چې بايد افغانان یې په وړاندې بيدار شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More