نبيل د روسيې له خطرناک نيت پرده پورته کړه
خبريال وېبپاڼه- د هېواد د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات د رسمي ټویټر څخه خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د نقشې تحريف غندلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او مطرحو هیوادونو د غونډې په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په دې اعلاميه کې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو یوه نقش هم خپره شوې ده.
په دې نقشه کې د افغانستان د خاورې يوه برخه د پاکستان بلل شوې ده او پاکستان ته د بدخشان ولايت له خاورې تاجکستان ته لاره ورکړل شوې ده، نه يوازې چې پاکستان ته لاره ورکړل شوې چې د تاجکستان سره وصل شي بلکې په عين زمان کې د افغانستان او چين ترمنځ سرحد له منځه وړل شوی دی او هغه خاوره هغه هم د پاکستان برخه ښودل شوی ده.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزرات ددې سپين سترګۍ وروسته په ټويټر او ټولنيزو رسنيو کې افغانانو دې مسلې ته سخت غبرګون وښود او له روسیې څخه يې د سپيناوي غوښتنه وکړه، ډېرو افغانانو په ټويټر کې روسيې ته پېغورونه ورکړل او ورته ويې ليکل چې ستاسې سرحدونه زموږ سره د يوې جګړې په پای ړنګ شول په بله کې به مو ټول موجودیت له منځه ولاړ شي.
د عامو افغانانو له شديد غبرګون وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې د افغانستان يوه بله نقشه خپره کړه چې پکې سرحد بیرته اصلاح شوی و، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغه نقشې ادرس ورکړی و کومه چې دی لومړی خپره کړې وه او يادونه يې کړې وه چې د هغه ځای نقشې کله کله ناسمې وي موږ د افغانستان نړیواله رسمي نقشه خپره کړه.
نن بيا د هېواد د ملي امنیت پخواني ريس هم دی مسلې ته غبرګون وښود او ويې ويل چې د روسیې دا کار کومه سهوه نده بلکې دا یو پلان دی.
نبيل په حکومت غږ وکړ چې د افغانانو په استازيتوب دې د مسکو په غونډه کې په دې مسله باندې په رسمي ډول اعتراض وکړي او پوښتنه يې دې وکړي.
د چارو شننونکي وايي چې د نبيل تفسير ددې مسلې څخه سم ده، روسیه دا کار د یو پلان او پیغام له مخکې کوي چې بايد افغانان یې په وړاندې بيدار شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.