The news is by your side.

حکومت: که سوله وشي، طالب جنګیالي امنیتي ځواکونو کې شاملوو

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، که چېرې د سولې پروسه بریالۍ شي نو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې به وسله وال طالبانو د شرایطو پر اساس مدغم کړو.

د یاد وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي، ښايي له طالبانو سره دا وېره وي چې تر سولې وروسته به یې د جنګیالیو برخلیک څنګه کېږي، خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو ادغام ممکن دی.

هغه زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو لیکو کې د طالبانو شاملول به مشخص شرایط ولري او هر څو چې دغه شرایط پوره کړي، کولی شي د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې هېواد ته خدمت وکړي.

نوموړي دا ونه ویل چې دغه شرایط به کوم وي، خو دا یې ویلي چې د شرایطو پوره کول اړین دي او ادغام یې د یوې مشروطې پروسې له مخې ترسره کېږي.

ملي دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د نظام تر سقوط هم ګڼ طالب جنګیالي د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې شامل شوي دي او اوس هم دغه کار ته ژمنتیا شته.

حکومت داسې مهال د طالب جنګیالیو د سرنوشت په اړه خبره کوي چې تر دې وړاندې طالب مشرانو دغه اندېښنه څرګنده کړې وه چې که سوله وشي د دوی جنګیالي به څنګه کېږي.

د دوی دا اندېښنه پر ځای ده، ځکه د طالبانو په لیکو کې اوس زرګونه داسې جنګیالي شتون لري چې نه یې تعلیم کړی او نه کوم کسب او کار لري، که چېرې دوی تر لنډمهاله روزنې وروسته د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل نه شي، بله هیڅ معقوله لار نشته چې د دوی د راتلونکي لپاره دې سرنوشت سازه وي؛ ځکه طالبانو نه یوازې عام افغانان له زده کړو، کسب او کار محروم کړي، بلکې زرګونه خپل جنګیالي یې هم اوسمهال په سنګرونو کې پراته دي، چې نه زده کړې لري او نه کوم بل کسب.

د سولې یو شمېر فعالان بیا د سولې اړوند د مسکو او ترکیې غونډو ته هیله مند دي او وايي چې سوله دې وشي، نو د طالب جنګیالیو د سرنوشت معلومول اسانه خبره ده او نه به داسې څه پېښ شي چې هغوی همداسې پرېښودل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.