fbpx

د ايمرجنګ لوبډلو اسيا ګام سيالۍ په دسمبر کې پيلېږي

د ايمرجېنګ لوبډلو اسيا جام سيالۍ چې په دسمبر مياشت کې پيلېږي، لوبډلې يې پر دوه ډلو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې افغانستان له هندوستان، سرېلانکا او عمان سره لوبېږي.

په دويم ګروپ کې بیا پاکستان، بنګلدېش، هانګ کانګ او متحده عربي امارات له يو بل سره مخامخ دي.

د يادو سيالیو لپاره افغان کرکټ بورډ د لوبډلې ابتدايي نوملړ اعلان کړی چې (۲۲) لوبغاړي په کې شتون لري، په دې ابتدايي نوملړ کې د ملي لوبډلې ځينې پخواني لوبغاړي هم شتون لري، تر څنګ يې ځينو داسې لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې تر اوسه د هېڅ کومې ملي لوبډلې غړي نه دي پاتې شوي.

ددغه جام لوبې په (دسمبر) میاشت کې کېدونکې دي چې کوربتوب به یې په ګډه سره د پاکستان او سریلانکا پر غاړه وي.