The news is by your side.

هند ته د پاکستان زارۍ او تسلیمي

خبریال ویبپاڼه/ د پاکستان له پیدایښته تراوسه د هند ورسره سیالي او دښمني روانه ده او هیڅ کله يې داسې نه دي کړي چې له پاکستانه د همکارۍ او دښمنیو هیرولو غوښتنه وکړي.

جنرال قمر جاوید باجوه په خپلو تازه څرګندونوکې له هنده غوښتي چې تیر هیر کړي او له دوی سره د همکارۍ پر لور ګام کښېږدي ترڅو اړیکې یې سیمې او نور پرمختګ ته وخوځیږي.

هغه ویلي چې چې د حالت ښه کول او عادي کول په هند پوري تړاو لري او وړاندې چې کومې سیمه ییزې نښتې ترسره سوې د هغوی په پای ته رسولو کې امریکا مهم رول وو.

ده له هنده په سوال زارۍ غوښتي چې نور باید په هندي کشمیر او عمومي ډول ښه شرایط رامنځ ته کړي او هرڅه د دوی په لاس کې دي باجوه له هنده د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هند او پاکستان په نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې تراوسه يې هم چا په دې هکله فکر نه دی کړی چې یو وخت به سره ملګري او ښې اړیکې ولري نژدې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه زیات سو چې کله د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه او الوتکې  یو دبل خاورې ته ننوتلې، هغه مهال چې پاکستان د هند یوه الوتکه نسکوره کړه د الوتکې پیلوټ يې ژوندی و نیوی او په دریو ورځو کې يې د تسلیمي یا ښه نیت په نوم بیرته خوشی کړ، خو بیا هم د دې هېوادونو ترمنځ اړیکي سمې نه سوې.

پاکستان د کړنګ پر غاړده

له استقادي نظامي سیاسي او ټولو اړخو نو پاکستان د نړۍ پرمخ هغه هېواد دی چې ورځ تر بلې د کمزورۍ په حالت کې دی پاکستان اوس کوښښ کوي چې د ځان د تکیه کولو پر دوست او دښمن تکیه وکړي چې کومه ګټه به ورته ونکړي.

په نړیواله کچه پاکستان هیڅ ښه نوم نلري ډيری سیمه ییز هېوادونه ترې کرکه لري ځکه پاکستان او د پاکستان دوه مخی سیاست ظالم پوځ دا هرڅه د دې لامل سوي چې دا هېواد بد نامه کړي پاکستان په اوس وخت کې د نړۍ له هغه هېوادونو شمېرل کیږي چې سلګونه میلیارده ډالر پوره وړی او لاهم اړتیا لري چې نور قرض واخلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.