The news is by your side.

مهمو هېوادونو د امارت راتللو سره مخالفت وکړ

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ پنج شنبې د افغان سولې په هکله د روسیې پلازمینه ماسکو کې کنفرانس جوړ سو چې د یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو استازو ترڅنګ طالب پلاوی او د افغان دولت پلاوی هم ګډون وکړ.

د دې کنفرانس او راتلوونکي په ترکیه کې د جوړیدونکي کنفرانس په هکله بیلابیل نظریات موجو دي او داسې ګمان کیدی یا کیږي چې طالبان به یوځل بیا د امارت راتللو خوبونه ویني او امارت به غواړي خو په دې کنفرانس کې ګډون کوونکو مهمو هېوادونو  په افغانستان کې د امارت له راتګ سره مخالفت کړی.

پاکستان، چین، روسیه او امریکا هغه هېوادونه دی چې دا مخالفت يې څرګند کړی دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۰ کال د پریکړه لیک پر بنسټ چې نور افغانستان کې اسلامي امارت نه غواړي اعلامیه خپره کړې د ترویکا غونډې څلور هېوادونه په خپله یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې له پسرلنیو عملیاتو دي ډ ډه وکړي ترڅو ملکي کسانو ته تلفات ونه رسیږي هغوي د بنسټیزو مسایلو په هکله د سم لاسي خبرو غوښتنه کړې او د جګړې پای ته رسولو په هکله يې خپله غوښتنه مطرح کړې.

تراوسه پوري د ماسکو د غونډې په هکله داسې څه نه دي ویل سوي چې طالبانو دي څه غوښتنې کړې وي خو د امارت له راتګ سره مخالفت کړی.

په افغانستان کې د سولې راتګ یاهم د جګړې د اور مړ کیدل اوس عامو افغانانو ته یو خوب ښکاري خو ښايي چې د روسیې او ترکیې کنفرانسونه د دې خبرو د دوام او بریا لپاره پرمختګونه رامنځ ته کړي، دا چې د دې کنفرانسونو اغېزه به څه وي؟ په راتلوونکې کې مالومیږي خو تراوسه لاهم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلک له جګړو بمي چاودنو او هدفي وژنو ډار لري.

عام افغانان هغه سوله مني  چې په لومړي سرکې يې تر څه وړاندې د جګړې اور مړسي او وروسته له هغه د خبرو او غوښتنو اجنډا پرمخ ولاړه سي.

په دې کنفرانس او تر دې وړاندې هم یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو په افغانستان د جګړې دریدلو او ژر تر ژره اوربند کولو غوښتنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې جګړه و دروي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.