The news is by your side.

که واده مو وکړ نو دا کارونه مو د ژوند قانون وګرځوئ!

خبریال ویبپاڼه: واده کولو يا د نوي ژوند پيل سره ډېر مسوليتونه د يو چا ژوند کې ور زياتېږې چې د ده مسوليتونو پوره کول هېڅ ستونزمن کار نه ده خو د اړيکي په ښه والي کې ډېر رول لري.

په دې ليکنه کې د هغو خبرو يادونه مو کړې چې وروسته له واده يې بايد ښځه او مېړه د ژوند عادت او قانون وګرځوي تر څو خپله خوشحالي ومومۍ.

۱ـ يو بل درک کړئ:

درک کول د اړیکې اساس او ټينګښت ده چې اړیکه نوره هم پیاوړې کوي نو تل یو بل درک کړئ او د یو بل لپاره وخت ولرئ چې مینه مو پیاوړې شي.

۲ـ د يو بل د خوبونو پوره کوونکي اوسئ:

دا خو یوه جوته خبره ده چې هر انسان په ژوند کې خوبونه لیدلي وي او دې خوبونو ته د رسېدلو په خاطر یوې تکیې ته اړتیا لري چې په هر قدم کې ورسره مل اوسئ نو کوښښ مه کوئ د یو بل لپاره خنډ شئ بلکې د یو بل د هیلو پوره کوونکي اوسئ.

۳ـ پر يو بل غږ مه پورته کوئ:

د ژوند په اوږدو کې حتمن داسی وختونه هم راځي چې تاسې سره خپه کېږئ خو په یاد ولرئ کومه خبره چې له خولې مو راوځي هغه بیا بېرته اخیستلی نشئ. او دا ډېره غوره ده چې تاسې چوپتیا اختیار کړئ.

۴ـ له يو بل سره خبرې کوئ:

خبرې کول مینه زیاتوي او د دې وخت نورو ته نه ورکوي چې نور ستاسو په اړیکه کې ځان راواچوي.همدا راز که مونږ تل یو بل سره خبرې وکړو نو د زړه خبرې به مو ټولې یو بل ته ووایو.

۵ـ د يو بل نظر ته احترام کوئ:

د یوې اړیکي د دوام لپاره باید او باید مونږ یو بل ته احترام وکړو. ځکه له مینې  بیا احترام یو پل مخته ده.

۶ـ د خلکو منځ کې د يو بل دفاع وکړئ:

خلک تا په دې پسې وي چې څنګه د چا ژوند ورخراب کړي او سره خوښ خاوند او ښځه په جنګ کې واچوئ او بیا د ځينو خو پرته له شیظانۍ او خبرو وړل بله دنده نه وي.

که چېرې تاسې له یو بل څخه هر څومره خپه هم اوسئ نو خلکو ته دا مه ښکاره کوئ، پرېږدئ چې ستاسو د خوښیو څخه وسوځي او ستاسو د خپګان ارمان یې هېڅ کله پوره نشي.

۷ـ يو بل ته مينه ورکول عادت وګرځوئ:

مرګ بې نیټې راځي او مونږ به په دې پوه نشو چې زمونږ د ژوند خواږه به کله رانه اخلي نو تل یو بل ته مینه ورکړئ چې په راتلونکي کې د ده ارمان ونه کړو چې کاشکې د یو بل په قدر لږ وخته پوه وو.

همدا شېبه چې سره یاستئ غنیمت وګڼئ او یو بل ته مینه ورکړئ.

۸ـ که ستونزې څومره ډېرې شي د يو بل لاس مه پرېږدئ:

تاسې به له دې خبر نه یاست کې اصلا یوه اړیکه هغه وخت خپل اوج غوړېږي چې تل د یو بل لاس په لاس کې ونیسي او له ساتونزو سره مبارزه وکړي.

هیله ده چې پورته لارښوونې مو د ژوند قانون وګرځوئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.