fbpx

د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د ۲۰۵ اتل قول رادو د کندهار د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او د هغه د ۲۰ ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د ۲۰۵ اتل قول رادو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي دغه عملیات د میوند ولسوالۍ په ښامیر کلا او یو شمېر نورو سیمو کې تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې د میوند لپاره د طالبانو ولسوال په ګډون ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل شوی ولسوال ملا شریف الله نومېږي او په دې عملیاتو کې د وسله والو پټنځایونه، وسلې، مهمات او څلور عرادې موټر هم له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.