The news is by your side.

 د غني د ټاکنو طرحې ته د طالبانو

خبریال ویبپاڼه/ ویل کیږي چې  د موقت حکومت جوړیدلو پرځای ولسمشر محمد اشرف غني د شپږ میاشتو په دننه کې دټاکنو ترسره کولو طرحه جوړه کړې وه چې د ترکیې کنفرانس کې به یې وړندې کړي خو طالبانو ویلي په دې ټاکنو کې هیڅکله ګډون نه کوي.

طالبانو د ولسمشر د ټاکنو طرحې غبرګون ویلي د راتلوونکي نظام په هکله به وروستۍ پریکړه د مرکه چي پلاوي د خبرو په پایله کې رامنځ ته کیږي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د افغانستان له تیرو ټاکنو په تجربې اخیستلو سره به طالبان هیڅکله په داسې یوه بهیر کې برخه وا نه خلي، هغه وویل د امریکا له شلو کلونو را وروسته څو ځله تجربه سوې، بغیر له دې چې له خلکو ناسمه استفاده وسي تقلب وسي بل څه نه دي رامنځ ته سوي.

طالبانو ویلي چې په دې ناکامو پروسو کې ګډون نه کوي او نه پردې لارو ځو.

ولسمشر محمد اشرف غني به خپله طرحه د ترکیې جوړ سوي کنفرانس کې وړاندې کړي، چې پکښي ویل سوي که طالبان په اوربند باندې موافقه وکړي نو د شپږو میاشتو په ترڅ کې دننه به د ټاکنو زمینه برابریږي.

خو داچې طالبان د دې طرحې سره مخالفت کړی تراوسه څرګنده نه ده چې څه نتیجه به ورکړي ولسمشر غني وروسته له هغه دا اقدام ترسره کړ، چې امریکا د یوه ټولشموله حکومت طرحه جوړه کړې، تراوسه پوري مالومه نه ده چې د ترکیې کنفرانس کې به د غني دا جوړه سوې ومنل سي کنه؟

خو د روسیې کنفرانس وروسته د ترکیې کنفرانس چې تمه وه د مارچ پر ۲۷ ترسره وځنډيد ښايي د مهمو پریکړو نیولو لپاره دا کنفرانس تر یوه حده ځنډیدلی وي خو تمې زیاتي سته ترڅو د دې کنفرانس څخه وروسته زیات بدلونونه رامنځ ته سي خو تراوسه پوري دعامو افغانانو هیلې نسته چې ځکه چې په افغانستان کې د جګړې ډګر لاهم ګرم دی او په ورځني ډول سره د جګړو نښتو، هدفي وژنو په ترڅ کې عام افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو دولت د دې حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی.

تمې سته چې د ترکیې کنفرانس له جوړیدلو وروسته د جګړې کمښت احساس او یو دایمي اوربند رامنځ ته سي

Comments are closed.