The news is by your side.

ولسمشر ایران ته: اوبه غواړئ تیل راکړي

خبریال ویبپاڼه/ ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند د پرانستې پرمهال خبرو کې وویل چې کمال خان بند لپاره به کانالونه هم جوړ کړي ترڅو خلکو زیاتي ګټې ته ورسیږي.

او  د اوبو د مدیریت ترڅنګ به د هېواد باد هم مدیریت کړي او د هېواد باد کولای سي چې ۷۰ زره میګاواټه برېښنا تولید کړي همدارنګه به د لمر مدیریت هم ترسره سي.

خو که ایران وغواړي اوبه تر لاسه کړي باید تیل راکړي او یاهم بل کوم څه راکړي له دې وروسته هغه وخت نه دی چې پرموږ څوک ډوډۍ او اوبه وتړي، ځکه موږ اوس  هرڅه لرو.

غني وویل چې د هېواد د اوبو مدیریت ته به پاملرنه کوي او په دې برخه کې به   لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي افغان ولسمشر نند کمال خان بند پرانسته کې دا نورې مهمې څرګندونې ترسره کړې.

پرهمدې مهال د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې مشر خان محمد تکل هم ویلي چې ګاونډیان د افغانستان د اوبو مدیریت څخه ویره نلري

ښاغلي تکل پتېلې چې ګاونډیان د اوبو له مدیریت ویره لري خو دوی دي ویره نه کوي، په کور دننه افغانستان کې وطن دښمنه او اوبو دښمنه اشخاصو په څو مواردو کې د داسې کارونو چې د هېواد اوبه مدیریت کوي مخه نیولې او په دې برخه کې زموږ د یو شمېر هېوادوالو قربانۍ د قدر وړ دي.

ښاغلي تکل د خپلو خبرو پر مهال ویلي افغان دولت د خپلو اوبو مدیریت له لارې غواړې چې هېواد ته ښې رازي او زرغونتیا او پرمختګ رامنځ ته کړي.

ده د ګاونډیو هېوادونو ویره بې ځایه وبلله او زیاته يې کړه چې دا افغانستان حق دی چې خپلې له خپلو طبیعي منابعو ګټه پورته کړي.

تکل زیری ورکړي چې دوی د اوبو مدیریت په برخه کې د هېوا بیلابیلو سیمو کې پلاونونه لري چې له مخې به يې اوبه مدیرت او یو په بل پسې به عملي سي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت د چهابرجګ ولسوالۍ کې جوړ سوی چې د زرګونه هکتاره ځمکو خړوبولو ظرفیت لري ولسمشر محمد اشرف غني د خپل واکمنۍ په لومړیوکې ویلي چې د هېواد اوبه به د نورو هېوادونو د تیلو له قیمت سره برابرې کړي خو داسې ښکاري چې د غني دا ژمنې په کمسارې توګه عملي سوې او ډیری يې پاتي دي

Comments are closed.