The news is by your side.

د هېواد دښمن: یو بل لوي پل په بمونو الوزلی

خبریال ویبپاڼه/ د کندهار ارغنداب ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې د بمي چاودنې په ترڅ په یوه وطن دښمننانه کړنه سره یو لوی پل تخریب او له منځه وړل سوی

دا پل د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې موقیعت درلود د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو کندهار ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ لوی پل د موټر بم په چاودنه کې له منځه وړی.

د دې ولایت امنیتی چارواکو ویلي چې  په چاودنه کې د پل ډیری برخې  له منځه وړل سوې او تخریب سوی دی او ادعا يې وکړه چې دا کار طالیبانو کړی طالیبانو په دې هکله څه نه دي ویلي خو ټینګار يې کړی چې د ټولګټو پروژو تخریب نه کوي.

په دې وروستیو کې د هېواد دښمنه فعالیتونه زیات سوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې د لويي لارې پلونه پلچکونه او ان د اوبو لوی بندونه په نښه کړي.

تر دې  وړاندې هم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ورته یو لوی پل تخریب او ویجاړ سوی وو، تراوسه پوري د دې پیښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو ولایتي امنیتي مسؤلین وايي چې دا کار طالبانو کړی.

د کندهار ښکلې او با امنه ولسوالي ارغنداب د رقیب د سترګو اغزی چې  خلکو به مېلې او منظرې پکښي کولې د تیرو څو میاشتو را په دې خوا نا امنه سوې او ورڅخه د چاودنو وژنو راپورونه ورکول کیږي.

که څه افغان دولت په دې ولسوالۍ کې د حالت د ښه کیدلو خبره کوي خو له دې پیښو داسې مالومیږي چې ارغنداب لاهم نا امنه ده او اړتیا ده چې د دې ستراتژیکي ولسوالۍ د امن کولو او حالت ښه کولو لپاره دولت لاس په کار سي، ځکه که چیري حالات همداسې دوام وکړي نو د جګړو شدیت به له دې ځایه د ټول کندهار امنیت وګواښي.

په دې وروستیو کې دا ولسوالۍ د سختو جګړو شاهده وه، چې پرمهال یې ډيری زیانونه د دې سیمې ملکي خلکو ته واوښتل ډیری شمېر يې بې ګوره بې سرپنا اوان داسې هم وسول چې ځینو یې د خپلې ټولې کورنۍ غړۍ پکښي له لاسه ورکړل تراوسه پوري لاهم حالت نه دی ښه سوی او خلک په اندېښنو کې دي

Comments are closed.