The news is by your side.

امریکا: بیا د سرتیرو ایستلو ته چمتوالی ښودلی

خبریال ویبپاڼه/ پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت یو ځل بیا په خپلو بیانونو کې ویلي چې دوی پوره چمتوالی لري ترڅو خپل سرتیري له افغانستانه وباسي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي که چیري د امریکا ولسمشر بایډڼ وغواړي چې سرتیري وباسي نو دوی ورته پوره چمتوالی لري.

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته د سفر پرمهال وویل چې د سرتیرو وتلو په هکله به وروستۍ پریکړه د امریکا ولسمشر جوبایډن کوي چې اوس یې په تائید سره د دې وزارت ویاند هم څرګندونې کړې او زیاته  کړې يې ده چې که بایډن وغواړي نو پوره چمتوالی لري ترڅو  سرتیري له افغانستانه وباسي.

دا څرګندونې پرداسې مهال کیږي چې سپینې ماڼۍ ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتی د سولې په وړاندې خنډونه رانځ ته کولی سي او باید داسې ونه سي.

د افغان سولې خبرو د چټکتیا لپاره تیره اونۍ په ماسکو او راتلوونکي میاشت کې به په ترکیه کې د سولې کنفرانس جوړ سي په دې او د دوحي د خبرو د چټکتیا او جګړې پای ته رسولو لپاره نوي پرمختګونه رامنځ ته سي.

د طالبانو او امریکا د هوکړي له مخې به ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وزي خو تراوسه پوري داسې فکر کیږي چې امریکايي او نور بهرني سرتیري به پرټاکلي وخت له افغانستانه ونه وزي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چاروزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، چې له ناټو سره یوځل راغلي وو، او یوځای به ځو خو دا یې ونه ویل چې څه وخت؟

تراوسه پوري د ناټو له لوري هیڅ داسې افشن نه دی ورکول سوی چې له مخې يې مالومه سي د ناټو ګډ هېوادونه د مي تر میاشتي پوري خپل سرتيري له افغانستانه وباسي او لاهم مالومه نه ده چې ناټو به څه وخت له افغانستانه سرتیري وباسي.

که سرتیري و نه وزي څه به وسي؟

د هوکړې له مخې به امریکايي او ټول بهرني سرتیري تر راتلوونکي مي میاشت کې له افغانستانه باید ووزي طالبانو لا له وړاندې د بهرنیو سرتیرو د وتلو خبره کړې هغوی ویلي چې د دوحې د هوکړي سره سم باید ټول بهرني سرتیري پر ټاکلي وخت له افغانستانه ووزي ترڅو هوکړي ته ټول لوري ژمن و اوسي.

Comments are closed.