The news is by your side.

ګواښ که غوښتنه؟ کابلوف ویلي تر مي دي امریکا سرتیري وباسي

خبریال ویبپاڼه/ بیا هم د سرتیرو ایستلو او پاتي کیدلو موضوع په دې هکله اوس روسیې هم خپل نظر څرګند او غوښتنه يې کړې چې امریکا باید د دوحې هوکړې سره سم سرتیري له افغانستانه وباسي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا ته ویلي چې خپل سرتیري باید د مي په میاشت کې له افغانستان وباسي ترڅو د دوحي هوکړې ژمنتیا رامنځ ته سي.

هغه د روسیې کنفرانس په هکله وویل چې نتیجې يې مثبتې وې او تر راتلوونکي مي میاشت پوري پر ټاکلي وخت باید امریکا او ناټو خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.

تمه ده له مارچ وروسته ترکیه کې د افغان سولې په هکله مهم کنفرانس جوړ سي چې له مخې به یې د دوحې هوکړي راتلوونکي نظام او نورو مهمو مسایلو په هکله بحثونه ترسره سي.

په ورته وخت پنټاګون یو ځل بیا د سرتیرو ایستلو لپاره چمتوالی ښودلی پنټاګون ویلي چې دوی پوره چمتوالی لري ترڅو خپل سرتیري له افغانستانه وباسي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي که چیري د امریکا ولسمشر بایډڼ وغواړي چې سرتیري وباسي نو دوی ورته پوره چمتوالی لري.

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته د سفر پرمهال وویل چې د سرتیرو وتلو په هکله به وروستۍ پریکړه د امریکا ولسمشر جوبایډن کوي چې اوس یې په تائید سره د دې وزارت ویاند هم څرګندونې کړې او زیاته  کړې يې ده چې که بایډن وغواړي نو پوره چمتوالی لري ترڅو  سرتیري له افغانستانه وباسي.

دا څرګندونې پرداسې مهال کیږي چې سپینې ماڼۍ ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتی د سولې په وړاندې خنډونه رانځ ته کولی سي او باید داسې ونه سي.

د افغان سولې خبرو د چټکتیا لپاره تیره اونۍ په ماسکو او راتلوونکي میاشت کې به په ترکیه کې د سولې کنفرانس جوړ سي په دې او د دوحي د خبرو د چټکتیا او جګړې پای ته رسولو لپاره نوي پرمختګونه رامنځ ته سي.

د طالبانو او امریکا د هوکړي له مخې به ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وزي خو تراوسه پوري داسې فکر کیږي چې امریکايي او نور بهرني سرتیري به پرټاکلي وخت له افغانستانه ونه وزي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چاروزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، چې له ناټو سره یوځل راغلي وو، او یوځای به ځو خو دا یې ونه ویل چې څه وخت؟

Comments are closed.