The news is by your side.

پوتین ته د روسیې قانون تغیرسو

خبریال ویبپاڼه/ د روسیې ولسمشر ویلادیمر پوتین پوره څلور ځله د ولسمشرۍ دورې کړې او د دې هېوادولسمشر پاتی سوی اوس چې د څلورمې دورې وروستي کلونه دي د دې هېواد پارلمان د پوتین په هکله عجبه پریکړه کړې.

د پوتین لپاره د قانون تغیر که بل څه

د روسیې پارلمان نن یو داسې قانون منظور کړ چې ویلادیمیر پوتین کولای سي پوره دوه دورې نورې هم ولسمشري وکړي او ځانوماند کړي.

د دې پریکړې له مخې به پوتین چې شل کاله یې له دې وړاندې واکمني کړې تر ۲۰۳۶ کال پوري واکمن پاتي سي، د قانون دا تغیر تیر کال روسانو د یوې ټولپوښتنې له لارې ترسره کړ او په دې هکله يې پریکړه وکړه چې پوتین ځان دوه دورې نور هم نوماندولای سي.

د پوتین روانه دوره په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسیږي کچیري د قانون دا تغیر نه وای رامنځ ته سوی ښايي چې ځان نسو نوماندولای خو اوس به پوتین دوه دورې بیا ځان نوماند کړي او بارونه موجود دي چې ټاکنې به هم ګټي.

د روانې میاشتي په وروستي به د روسیې مشرانو جرګه د دې قانون په هکله غور کوي او په وروستۍ مرحله کې به یې ښاغلي پوتین ته وړاندې کړي او هغه به یې لاسلیک کړي.

ویلادیمرپوتین په ۲۰۰۰ کال کې د روسیې ولسمشر سو او پوره اته کال يې واکمني وکړه چې وروسته يې خپل ملګری دیمتري میدویدوف ملاتړ وکړ ولسمشر يې کړ، او خپله د هېواد لومړی وزیر سو، خو پوتین د میدویدوف د واکمنۍ په پای ته رسیدلو سره په ۲۰۱۲ کال کې بیرته ولسمشر سو، چې په دې سره پوره ۱۲ کاله په واک کې پاتي سو.او لاهم تر ۲۰۲۱ کال دی چې پوتین د روسیې واکمن او تر ۲۰۲۴ کال پوري به د دې دورې واک وغځوي

په روسیه کې وړاندې اونۍ له دولت څخه د نارضایتي په سبب اعتراضونه هم موجود ول خو داسې فکر کیږي چې اکثریت روسیان د ویلادیمیر پوتین ملاتړي او په دې خوشحاله دي چې هغه ولسمشر سي، روسیې د دې ولسمشر پرمهال د نورو هغو په پرتله پرمختګ کړی اوځان يې د نړۍ په کچه د یوه مترقي او منظم هېواد په توګه معرفي کړی او لاهم مخ  وړاندي ځي.

Comments are closed.