The news is by your side.

مسعود: غني دي له ګټو تیر شي،طالبانو سره جګړې ته تیار یو

احمد شاه مسعود زوی چې هڅه کوي سیاسي ډګر کې خپل ځای ومومي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې یا د د سولې له پروسې سره یو ځای شي او یا دي هم داسي فکر نه کوي چې ګواکي دوي به له مقاومت څخه لاس واخلي.

نوموړي له فرانس ۲۴ فرانسوي ټلویزیون سره په مرکه کې دا څرګندوني کړي دي.

احمد مسعود چې پلار یي وژل کیده یوازي د ۱۲ کالو وو او اوس د خپل پلار د جنګیالو په بیا سمبالولو او را ټولولو بوخت دی.

مسعود د امریکې او طالبانو تر منځ د سولي تړون بي ګټي او د دوحي وروستی د سولي کنفرانس یي ناکام وباله.

هغه وویل امریکایان نشي کولای له طالبانو سره سوله  وکړي او دا سوله باید افغانان وکړي او هر راز  تړون باید له افغانانو سره وشي.

مسعود وړاندي وویل: مونږ همیشه سوله غواړ او خلکو له مونږ سره په غونډو کې ویلي چې سوله غواړی لیکن که طالبان له جګړې لاس وانخلي مونږ بله لاره نه لرو. مونږ له امریکایانو زغم غواړو او داسي پریکړه نه غواړو چې د دوحي د تړون په څیر بي اساسه او خامه وي.

مسعود له اروپايی ټولني او فرانسي د سولي په خبرو کې د زیاتي ونډي غوښتنه وکړه.

هغه وویل: مونږ له اروپايي ټولني او فرانسي حکومت څخه غواړو چې له طالبانو سره  په خبرو کې مهم رول ولوبوي ځکه فرانسه او اروپايي ټولنه د جهاد او مقاومت لهم وخته زمونږ کلک ملګري ول.

.مسعود وړاندي ووی لچې که امریکایان افغانستان په بیړنۍ توګه پریږدي هیواد  به  یي بیرته کورنۍ جګړه ته ستون شي.

وویل:مونږ ډیره تمه لرو چې د سولي پروسه کامیابه شي تر څو سوله راشي خو مونږ هم سولي او هم جګړي ته چمتو یوه، که چیرته د سولي روانه پروسه د جګړې د شدت لامل شي نو خلک به بیرته وسله واخلي او ټول افغانستان به جګړې ته چمتو شي.

نوموړي د بیړني حکومت د احتمالي جوړیدو او د  اشرف غني د انتخاباتو وړاندیز ته په غبرګون کې وویل: اشرف غني باید خپل واک د سولي لپاره قرباني کړي، که چیرته یو انتقالي حکومت سوله راوستلای شي نو دا بده خبره نه ده، زه فکر کوم چې نوموړي مخالفت کوي او افغانان له انتخاباتو ښه خاطره نه لري ځکه پاکي او رڼي نه وي .

مسعود وویل چې طالبان کولای شي چې د انتقالي حکومت برخه شي او هغه کس چې د دغې اداري مشر ټاکل کیږي باید هر څه په سمه توګه مدیریت کړي.

احمد مسعود وویل چې مونږ مجبوره یو له طالبانو سره خبري وکړو او هغوي باید پوه شي چې افغانستان پخوانی افغانستان نه دی او مونږ به طالبانو ومنلو لیکن په دې باید پوه شي چې هره خوا باید له امتیازاتو تیر شي او د سولیز بهیر لپاره لاره هواره کړي.

میرویس جلالزی

Comments are closed.