The news is by your side.

ايران د ولسمشر غني څرګندونو ته غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه- د ايران د بهرنيو چارو وزرات د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د کمال خان د بند د افتتاح د مراسمو په ترڅ کې يو لړ څرګندونې وکړې چې په ځینو کې یې موخه او مخاطب ايران و.

ولسمشر غني تېره ورځ ايران مخاطب کړ او ويې ويل که اوبه غواړی تېل راکړئ، که څه هم د کمال خان د بند او د افغانستان په غربي حوزه کې د بندونو جوړولو په هکله ايراني لوري پخوا ډېر توند ان تر ګواښ پورې رسېدلي غبرګونونه ښودلي و خو دا ځل د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بيا د اشرف غني دا څرګندونې ډېرې په بد نیت نه دي نيولې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزرات وياند ويلي دي چې د افغانستان د حکومت له لوري دا ډول څرګندونې د دواړو د همکارۍ لپاره نوي دهليزونو پرانیزي، د ايران د بهرنیو چارو د وزرات وياند پخپلو خبرو کې وويل چې دوی تيار دي د افغانستان سره په دې برخه کې ګډ کار زيات کړي او دا ډول څرګندونې په نېک فال نيسي.

خو ايراني لوري په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د ايران د اوبو حق د افغانستان سره معلوم او مشخص شوی دی او ددې هېواد حکومت هم دې حق ته پوره درناوی لري.

د ايران د بهرنيو چارو د وزرات وياند خطيب زاده وړاندي پخپلو خبرو کې وويل چې يوه مسله چې هغه د ايران د هامونونو مسله ده د اندیښنې وړ ده او په دې هکله موژ د افغانستان حکومت ته مالومات ورکړي دي، خطيب زاده وويل چې په دې لوري کې د هامونونو وچ والی د خلکو نه ژوند کاروبار او ان روغتیا باندې جدي اغېز لري، خو له نېکه مرغه چې د افغانستان حکومت دې مسلې ته پام کوي.

ددې دليل تراوسه پورې نه دی مالوم،چې ایراني لوري ولې دا ځل د افغانستان په وړاندې خپل دریځ نرم کړی دی، تر دې وړاندې ددې هېواد ولسمشر په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو د ډېرېدو په هکله ويلي و چې دا بندونه د ايران په هامونونو ناسم اغېز کوي او ايراني د هر ډول لارو چارو د افغانستان حکومت دې ته مجبور کول غواړي ترڅو د اوبو په وړاندې د ايران اغېزمن کوونکو کړنو تېر شي.

افغان حکومت په دې وروستيو کې د هېواد په غربي سيمو کې د بندونو په جوړولو پانګونه زياته کړې ده، تېره ورځ په نيمروز کې د کمال خان بند د جوړېدو سره د ۱۷۰ زره هکتاره ځمکې خړوبول ممکن شول، تر دې وړاندې په هرات کې د سلما بند جوړ شوی و تازه په هرات کې د يوه بل چارې هم ۸۵ په سلنو کې بشپړې شوې دي.

پوهان د افغان حکومت دا کار ستايي او وايی چې په پوره جديت بايد د اوبو په کنټرول پانګونه او کار وشي ځکه اوبه ددې پېړۍ طلا ده.

Comments are closed.