The news is by your side.

د اوبو مدیریت ته د ایران غبرګون

خبریال ویبپاڼه/ د وري میاشتي څلورمه نېټه په افغانستان کې د اوبو د مدیریت ورځې په نوم په کالیزه کې ثبت او په راتلوونکي کلونو کې به دا ورځ په همدې نوم لمانځل کیږي.

د افغانستان نیمروز ولایت کې د اوبو د مدیریت ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند پرانسته وکړه چې یو لړ مهمې څرګندونې يې هم وکړې هغه وویل چې  که ایران غواړي له موږ څخه له تړونه زیاتي اوبه وغواړي نو موږ يې په بدل کې تیل یا پیسې غواړو.

د ولسشر همدې خبرو ته ایران غبرګون او د نوموړي د دې څرګندونو هر کلی يې کړی او زیاته کړې يې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اوبو ګډه همکاري زیاتیږي د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي ایران د هلمند په اوبو کې د ۱۳۵۱ لمریز کال د هوکړې له مخې حق لري چې افغان حکومت هم دې هوکړې ته ژمن دی، د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ولسمشر غني د هغه خبرو چې ایران سره د اوبو برخه کې  همکاري کوي هرکلی کړی

افغان ولسمشر د کمالخان بند څخه وروسته وویل چې د هلمند اوبه هم تر مدیریت لاندې دي او ډیر ژر به يې چارې پیل سي ځکه نو یې کیلي له افغانانو سره ده د نوموړي په خبره ایران څخه به د اوبو په بدل کې تیل یا پیسې وغواړي خو نورې مفتې اوبه نسته ده په هېواد کې  د اوبو د ښه او ډیر مدیریت خبره وکړه او ټینګار يې وکړ چې نور به د افغانستان هېواد ته ګټه رسوي.

غني له طالبانو هم وغوښتل چې پر ټولګټو پرژو دي بریدونه نه کوي او له منځه دي نه وړي ښاغلي غني د خپلو خبرو پر دوام د هېواد د اوبو  پرمدیریت ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې نور موږ چاته اړ نه یو او اوس هغه وخت نه دی چې د سرحد دروازې به راته بندې سوې موږ به وارخطا سو، د ایران هر کلی پر داسې مهال کیږي چې ښايي راتلوونکو کلونو کې زموږ ټولې مفتې بهېدونکې اوبه مهار او ایران له یو شمېر ستونزو سره مخ سي خو ایران خپلې اندېښنې نه دي شریکې کړي

Comments are closed.

koi finance