The news is by your side.

روسیې کنفرانس کې د طالبانو هدف امارت راګرځول وو، خو ونه سو

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف  ویلي چې دوی د روسیې له غونډې څخه خپل هدف ترلاسه کړی او دواړه مخالف جهتونه يې مخامخ کښېنولي

تیره اونۍ د طالب پلاوی او افغان دولت د پلاوو، په ګډون د یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو پلاوو، سره یوځای د روسیې پلازمینه ماسکو کې د افغان سولې پر تړاو کنفرانس جوړ سو.

اوس تازه روسیې ویلي چې له دې  کنفرانس څخه يې خپل هدف ترلاسه کړی او تمه ده چې د دوحې خبرو کې به چټکوالی رامنځ ته سي .

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي  ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ماسکو له کنفرانس څخه د دوی  هدف د دوحې  د سولې خبرې وې چې له د ې کنفرانس وروسته دا پروسه چټکه سي  نو ځکه ویلای سي چې خپل هدف یې له دې کنفرانس څخه ترلاسه کی دی .

هغه وویل چې موږ په دې بریالي سو، چې دوه مخالف جهتونه یو د بل په وړاندي کښېنوو، ترڅو هغوی مخامخ خبرې وکړې او له دې وړاندې د سولې د دوحې خبرې په ټپه ولاړې، وي اوس به مرسته وسي او دا خبرې به چکټې سي.

کابلوف دا هم ویلي چې طالبانو په دې موخه چې بیرته امارت راستون کړي په دې کنفرانس کې ګډون کړی وو، چې هغه هیله یې له مخالفت سره مخ سوه، هغه ویلي له طالبانو د نرمښت او دایمي سولې پرلور د حرکت غوښتنه سوې، چې وبه منل سي.

تراوسه پوري د روسیې د کنفرانس څخه یوازي د طالبانو او امریکا ترمنځ د درې میاشتنۍ اورکم یا یوې داسې هوکړې چې طالبان به پرلویو ښارونو اود ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه نکوي خبر ورکول سوی چې دا هم د افغانانو لپاره یو ښه زیری کیدلای سي.

راتلوونکي میاشت کې به ورته کنفرانس دافغان سولې پر تړاو د ترکیې پلازمینه استنابول  کې جوړ سي چې ښايي د طالبانو او افغان دولت لوړ پوړي چارواکي هم پکښي ګډون وکړي چې تر ډیره بریده به پر افغان سولې او د افغانستان د راتلوونکي  نظام د څرنګوالي په هکله پکښي موضوعات مطرح سي خو لا په رسمي ډول مالومه نه ده چې په دې کنفرانس کې به څه وویل سي.

 

Comments are closed.