The news is by your side.

د داعش په وړاندې د امریکا او طالبانو هوکړه

خبریال ویبپاڼه/ د داعش شتون په افغانستان کې وړاندې تر دې  لوی خطر احساسیده خو اوس دا خطر تر یوې کچې کم سوی داعش د خپل زیاتوالي پر موقع له بیلابیلو لارو وځپل سو او ورک سو.

خو د امریکا کانګرس یو شمېر غړي په دې اندې چې د بایډن دولت به له داعش سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونو په نوم له طالبانو سره تړون رسیدل و اروزوي ترڅو یو شمېر ځواکونه دلته پاتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې کار وکړي.

د امریکا ولسي جرګې د وسلوالو ځواکونو کمېټې مشر ام سمېت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د بایډن دولت له طالبانو سره د سرتیري د وتلو په هکله تراوسه پریکړه نه ده کړې خو  د دوحې تړون له مخې باید تر راتلوونکي  مي میاشتي پوري باید ټول بهرني سرتیري ووزي هغه وولی چې د داعش په وړاندې د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونو د پاتي کیدلو لپاره د بایډن دولت ښايي له طالبانو سره تړون ته رسیدل و ارزوي.

ادم سمیت ویلي چې حکومت د سرتیرو ایستلو خبره له دفاع وزیر او د املي امنیت سلاکار سره شریکه کړې هم ده، یو شمېر نورو سرچینو د سمیت له قوله ویلي چې له لوژستیکي پلوه د مي میاشت ډیر ژر ده چې د دوی ۳۵۰۰ سرتیر او د دوی د ملګرو ۷۰۰۰ سرتیري لري د  شپږو اونیو په ترڅ کې وباسو.

تراوسه پوري په کره توګه هیڅ مالومه نه ده چې ایا بهرني سرتیري  به په راتلوونکي مي میاشت کې له افغانستانه ووزي که نه خو یو په کور دننه یو شمېر شننونکې وايي کچیري امریکا او نور بهرني هېوادونه په افغانستان کې په مي میاشت کې خپل سرتیري نه باسي نو بیا باید یو بله نېټه مالومه کړي چې له مخې به یې دا سرتیري له افغانستانه وزي.

له طالبانو وروسته د داعش شتون

ډیری عام باورونه موجود دي چې د طالبانو په راتګ سره هم ښايي افغانستان کې جګړه کراره نه سي هغوی  د داعش راتګ نژدې بولي خو د داعش حضور او بیرته له منځه تلل او ورکیدل د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې دې اندېښنو ته ځواب ویوونکې دي

Comments are closed.