The news is by your side.

د ترکیې غونډې ته هیلې

خبریال ویبپاڼه/ تیره اونۍ د افغان سولې پرتړاو روسیه کې یو لوی کنفرانس د طالب او افغان دولت پلاوی په حضور کې د سمیه ییزو هېوادونو په ګډون جوړ سو، چې د سولې پر روانو هڅو باندې بحث وسو.

راتلوونکي میاشت د ترکیې په استنابول کې د افغان سولې پر تړاو کنفرانس جوړیږي چې افغانستان هیله لري ترڅو تیره شل کلنه جګړه پاي ته ورسوي او دواړه لوري یوې اوږمهالې سولې ته ورسیږي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د ترکیې کنفرانس ته هیله ښودلې چې د افغان سولې په برخه کې به پرمختګونه رامنځ کړي او ورته هیلې زیاتي دي.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په خپله یوه تازه مرکه کړې هغه ویلي په دوحه کې ډیري خبرې ترسره سوې او لا به هم دوام ولري خو د ترکیې غونډې ته تمې ډیري دي او د سولې په هڅو کې به زیات پرمختګونه رامنځ ته کړي.

نوموړي  وویل که څه وروستي پریکړه او موافقه به وخت نیسي خو موږ باید د پام وړ پرمختګ ته ورسیږو، هغه ټینګار کړی چې لږ تر لږ څو هوکړې او اوربند باید رامنځ ته سي، خو تراوسه لا څرګنده نه ده چې له دې کنفران څخه به د افغان سولې پر تړاو څه تر لاسه سي.

د استانبول غونډې د جوړیدو په هکله د افغانستان د مرکچي پلاوی مشر معصوم ستانګزي ویل وو، چې که ملاهیبت الله غواړي په دې کنفرانس کې ګډون وکړي نو ولسمشر محمد اشرف هم کولای سي ګډون وکړي.

همدې کنفرانس ته به ښايي د ولسمشر د ژر ټاکنو طرحه هم وړاندې سي چې د امریکا د هغې هوکړې بدیل بلل کیږي چې له مخې يې د یوه موقت ټولشموله حکومت طرحه جوړه کړې وه، خو  طالبانو تیره ورځ د دې  طرحې په غبرګون کې وویل چې د افغانستان د تیرو شلو کلونو را په دېخوا د ټاکنو پروسو ته په کتلو سره په ټاکنو کې ګډون نکوي.

تراوسه پوري په رسمي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ټاکنو طرحې په هکله څه نه دي ویل سوي خو ښايي د ترکیې کنفرانس جوړیدلو پرمهال د افغان پلاوي له لوري دا طرحه له ګډون کوونکو سره شریکه سي.

Comments are closed.

koi finance