fbpx

د فراه ولایت د ولسي جرګې ټاکنې دې بېرته له سره وشي

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فراه ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي اوس ددې ولایت معترض نوماندان دغه پایلې نه مني.

له فراه ولایت څخه د ولسي جرګې یو شمېر معترض نوماندان وايي، په دې ولایت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او زیاتوي چې د رایو د بیا شمېرلو او څېړلو پرته د ټاکنو پایلې نه مني، خو زیاتوي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د دوی شکایتونو ته لاسرسی نه دی کړی او د اصولو خلاف یې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي دي.

د ولسي جرګې دغه نوماندان وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو او امنیتي چارواکو په ګډه له دولتي امکاناتو په کارونې د مشخصو نوماندانو په ګټه ټاکنیزو مرکزونو ته لیږدولي او دغه راز یې د رایو صندوقونه د ولسوالیو قومندانیو ته وړي او هلته یې رایې کارولي دي.

دوی په کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې په فراه ولایت کې ټاکنې له وړاندې مهندسي شوې وې او د مشخصو نوماندانو په ګټه کار شوی دی.

معترضو نوماندانو چې په فراه ولایت کې د شویو درغلیو یو شمېر شواهد هم رسنیو ته وښودل،  وايي: په دې ولایت کې د چورلکې په نسکورېدو کې د ټاکنو ټول مهم مواد سوي او بایومیټریک الې هم (۶۰) سلنه له منځته تللي دي.

نوماندان ګواښ کوي چې که یې شکایتونو ته لاسرسی ونه شي او په دې ولایت کې له سره کارول شوې رایې ونه شمېرل شي، دوی د ټاکنو پایلې نه مني.

دغه نوماندان وايي، په ټول ولایت کې (۷۰) زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې له نيمايي لږو کسانو په کې ونډه اخیستې، خو زیاتوي چې تر ټاکنو مخکې او وړاندې مشخصو نوماندانو ته رایې کارول شوې دي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې له دوی سره ثبت شویو شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنڅو ولایتونو لومړۍ رایې پایلې اعلان کړي دي. د فراه ولایت هم له هغو ولایتونو دی چې پایلې يې اعلان شوې، خو معترض نوماندان یې نه مني.

Loading...