د پاکستان دوه جنګي ډلې پر افغانستان او هند د برید تیاری نیسي
خبریال وېبپاڼه/ د لانګ وار ژورنال په نوم یوه بهرنۍ نشریه لیکي، چې د پاکستان جنګي ډلې جیش محمد او لشکرطیبه له القاعده سره یو ځای پر افغانستان او هدوستان د برید تابیاوې نیسي.
د یاد ژورنال د څېړنیز راپور له مخې، چې تازه یې نشر کړی، جیش محمد او د لشکرطبیه پاکستاني جنګي ډله، په دې وروستیو کې تازه له القاعده ډلې سره یوځای شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې یادو دواړو پاکستانیو جنګي ډلو، له القاعدې ډلې سره نژدې اړیکې جوړې کړي، چې د افغانستان او خپل ګاونډي هندوستان لپاره د جنګي پلانونو په جوړولو بوخت دي او دا د سیمې لپاره یو بد خبر دی.
د سرچینې په خبره، چې القاعده شبکه په افغانستان او د هند په لویه وچه کې له خپلو فعالیتونو انکار کوي، خو لیدل کیږي، چې دا ډله په افغانستان کې په ښکاره ډول له طالبانو سره د دې هېواد د ځواکونو په وړاندې په مخامخ جګړه کې ښکېل دي.
په افغانستان کې د القاعده ډلې شتون، په وار وار د یاد هېواد د داخلي رسنیو او همدارنګه القاعده شبکې ته د منسوبو رسنیو له لوري تائيد شوی دی، چې په نږدې ۱۸ ولایتونو کې یې فعالیت کوي، خو د دې هېواد امنیتي چارواکي وايي، چې په ۲۱ ولایتونو کې یې له طالبانو سره د القاعدې شبکې د مرستو او د ملګرتیا مالومات ترلاسته کړي دي.
د کره مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د القاعدې ډلې شتون او فعالیتونه، په بدخشان، بلخ، فراه، فاریاب، غزنی، هلمند، جوزجان، کاپیسا، کابل، قندهار، کنر، کندز، خوست، لوگر، ننگرهار، تخار، ارزگان او زابل کې ثبت شوي دي.
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي وو، چې القاعده ډله په ټول افغانستان کې شته، ځکه د یادې ډلې فعالیتونه په ځانګړي ځای پورې اړوند نه دي.
د لانګ وار ژورنال ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې القاعده ډله په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په پراخه کچه فعالیتونه کوي، چې د طالبانو دا چاره په ښکاره ډول له امریکا سره د دوحې له هوکړې سرغړونه ده.
په تېرو دوه میاشتو کې د القاعده ډلې ۸ مهم غړي له طالبانو سره یوځای افغان ځواکونو په مخامخ جګړه کې وژلي او یو یې هم ژوندی نیول شوی دی.
Comments are closed.